1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: د مافيايي شبکو د له منځه وړلو توان نه لرو

۱۳۸۹ اسفند ۱۶, دوشنبه

افغان حکومت دغه شبکي چي له افغانستان څخه د نړۍ بيلا بيلو برخو ته مخدره داورګان ليږدوي له نړيوالو مافيايي ډلو سره په نږدي تړاو کي بولي.

https://p.dw.com/p/R6oL
د کورنيو چارو وزارت وايي چي په تيره يوه اونۍ کښي يولس زره کيلو ګرامه مخدره مواد نيولي دي
د کورنيو چارو وزارت وايي چي په تيره يوه اونۍ کښي يولس زره کيلو ګرامه مخدره مواد نيولي ديانځور: DW

له مخدره توکو سره د مبارزي وزارت چارواکي مني چي افغان حکومت د دغو نړيوالو شبکو د له مينځه وړلو توان نه لري. خو دوی هڅه کوي چي له مخدره توکو سره د مبارزي په روانه ستراتيژۍ کي بدلون راولي تر څو دغه جګړه په اغيزمنه توګه پر مخ لاړه سي.

د دغه وزارت مرستيال وايي چي، که چيري نړيوالي ټولني له افغانستان څخه بهر د هيروينو د کارتيلانو او مفيايي ډلو د ځالو د له مينځه وړلو او په نړيوالو بازارونو کي هيروينو ته د تقاضا کچه را ټيټه کړې وای اوس به په افغانستان کي په دغه کچه مخدره توکي نه واي توليد سوي.

ځينو غربي رسنيو رپوتونه ورکړي چي يو شمير عالي رتبه افغان چارواکي چي د حکومت په لوړو څوکيو کار کوي د مافيايي شبکو غړي دي او له هغوی سره نږدې اړيکي لري.

خو تر اوسه پوري هيڅ يوې سرچينې په دې باب د داسي کسانو نومونه ندي اخيستي چي د هيروينو په پراخ قاچاق کي ښکيل وي او د حکومت په لوړو څوکيو کار وکړي.

د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مرستيال ازهر هم دا مني چي يو شمير عالي رتبه حکومتي مقامات د مخدره توکو په قاچاق کي ښکيل دي. خو هغه يي نه نومونه اخلي او نه هم د دغو کسانو د پيژندګلوۍ او محاکمي په برخه کي د يوي واحدي ستراتيژۍ شتون تايدوي.

« زموږ له ملي لومړيتوبونو يو يي دا دی، چي يو پاليسي جوړه کړو چي د هغې له مخه د قاچاقبرو په پيژندګلوۍ، تعقيب او نيولو کي بريالي سو».

په داسي حال کي چي افغانستان لا هم د نړۍ د مخدره توکو ډيره برخه توليدوي خو ورسره جوخت په دغه لاره کي مبارزه هم روانه ده چي نه يي ولسي افغانان او نه يي هم نړيوال د قناعت وړ بولي.

د کورنيو چارو وزارت په تيره يوه اونۍ کي شاوخوا يولس زره کيلوګرامه ډول ډول مخدره توکي او د دغو توکو د توليد پينځه کار ځآيونه له مينځه وړي دي.

دا په داسي حال کي ده چي تيره اونۍ په ختيځ کي د افغان سرحدي ځواکونو قوماندان ګواښنه کړي وه چي که چيرته حکومتي چارواکي د مخدره توکو د قاچاق وړونکو له ملاتړ څخه لاس وانخلي دي به يي نومونه د رسنيو له لاري خپاره کړي.

خو دا لومړي ځل ندي چي يو افغان چارواکي د قاچاقبرو د نومونو د خپرولو ګواښ کوي بلکي تر دي دمخه د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي هم ورته ګواښنه کړي وه خو تر اوسه پوري د هغه نوم لړ په اړه هيڅ څوک خبر ندي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل