1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان حکومت د بقا له پنځو خنډونو سره مخ دی»

۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت سږ کال له پنځو خنډونو سره مخامخ دی. هغه زیاته کړې ده چې پر یوه باندي نه برلاسی هم ښایي د ستونزو سبب وگرځي.

https://p.dw.com/p/1IDro
انځور: picture-alliance/dpa/I. Kovalenko

په افغانستان کې د یوناما مشر نیکولاس هایسم، د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي: «په ۲۰۱۶م کال کې به د ملي یووالي حکومت له پاره بقا ستر بریالتیوب وي.» هغه ویلي دي چې «بقا د بې حرکتۍ یا د اوبو پر لور قدم اخیستلو په معنی نه، بلکې د دغو ستونزو پر وړاندي د جدي بوختیا په معنی ده.»

د نیکولاس هایسم، په خبره حکومت باید له لږ ودې سره د مخ پر ځوړ اقتصادي حالت، بې روزگارۍ، بغاوت او مخ پر زیاتیدونکي توگه سیاسي ویشل کیدلو پر ضد مبارزه وکړي. د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي زياته کړه چې حکومت باید د پام وړ نړیوال اقتصادي ملاتړ تر لاسه کړي او د پایداره سولي پر لور پرمختگ وکړي.

وسله وال طالبان له ۱۵کلونو راهیسې له افغان حکومت سره جنگیږي او پر دې سربیره افغان ځواکونه د افراطي ډلي «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد هم مبارزه کوي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دغه بې وزله هیواد کې فساد پياوړی دی او په زرونو افغانان د کړکیچ او اقتصادي وضعیت د لا خرابیدو له کبله د اروپا پر لور مخه کړې ده.

هایسم، ویلي دي چې که افغانستان د دغو پنځو ستونزو په یوه کې هم پاته راغلی نو «دا به د ټول هیواد له پاره سخت سیاسي عواقب ولري.»

هایسم د بیلگې په توگه ویلي دي چې افغانستان د ۶۹ سلنه حکومتي لگښتونو له پاره پر بهرنیو مرستو تکیه کوي او له نړیوالو مرسته کوونکو څخه د ژمنو په ترلاسه کولو کې پاته راتلل به «ویجاړونکی اغیز ولري.»

تیر کال طالب جنگیالیو د کندز ولایت پر مرکز باندې هجوم وروړ او د کندز ښار یې د څو ورځو له پاره ونیو. هایسم خبرداری ورکړ چې په مؤقتي توگه هم د یوه ولایت مرکز له لاسه ورکول به «د ملي یووالي د حکومت د سیاسي مقام له پاره د پاو وړ پایلې ولري.»

طالبانو د روانې میاشتې په سر کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې تر هغه وخته له افغان حکومت سره د سولې په پروسه کې گډون نه کوي، څو بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د دوی پر مورچلو بریدونه نه وي درولي.

هایسم د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې تیره اوونۍ یې د طالبانو له سیاسي کمېسیون سره لیدلي څو د افغانانو د خپلمنځي ډیالوگ له پاره فشار راوړل شي، خو د هغه په خبره طالبان لا هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته چمتو نه دي. هایسم د سولې د خبرو اترو د بیرته پر لار برابرولو له پاره د پاکستان د هڅو ستاینه هم کړې ده.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل، ویلي دي چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحدو ایالاتو د همغږۍ څلور اړخیزي ډلې په تیرو دوو میاشتو کې څلور وارې په کابل او اسلام آباد کې غونډي کړي دي او په وینا یې د وړاندي تگ له پاره یې پلان نهایي کړی دی.

هایسم وویل چې ملگري ملتونه به د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مستقیمو خبرو اترو له پاره خپل ټینگار ته ادامه ورکړي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په خپله غونډه کې په یوه خوله د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د سیاسي نمایندگۍ ماموریت د یوه بل کال له پاره تصویب کړ، چې د ۲۰۱۷م کال د مارچ تر ۱۷مې یې مشري هایسم کوي.