1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت دي د بن په غونډه کي د فساد ختمولو ژمنه وکړي

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

له اداري فساد سره د مبارزې يوې افغاني ټولني پر نړيوالي ټولني ږع کړی، چي د بن په دوهمه غونډه کي دي د مفسدو افغان ګډون والو له ګډون څخه مخنيوی وکړي.

https://p.dw.com/p/13Lv3
«له افغان حکومت څخه بايد داسي تعهد واخستل سي، چي له نظام څخه به فساد ورکوي.»
«له افغان حکومت څخه بايد داسي تعهد واخستل سي، چي له نظام څخه به فساد ورکوي.»انځور: fotolia

له اداري فساد سره د مبارزې افغاني شکبې له لوري په کابل کي دويچه ويله ته په لېږل سوې يوه وينا پاڼه کي راغلي چي افغان حکومت په هغه ډله کي چي د بن کنفرانس ته د ګډون له پاره لېږل سوې هغه کسان هم پکښې دي، چي په اداري فساد کي څو کلنه سابقه لري.

د شفافيت د نړيوال سازمان يو تازه راپور هم چي همدا تيره اونۍ خپور شو افغانستان يې د فاسدو ملکونو په کتار کي په دوهم ځای کي راوستی دئ.

له اداري فساد سره د مبارزې دغي افغاني ادارې د بن کنفرانس پر نړيوالو تنظيمونکوغږ کړی، چي له افغان حکومت سره ترهغه وخته سياسي اوږد مهاله تعهد و نه کړي، تر څو د هغو چارواکو د شتمنيو د کنګل ژمنه يي نه وي ورکړې، چي په فساد کي شکېل دي.

له اداري فساد سره د مبارې د دغه کورني بنسټ يوه بله غوښتنه دا ده چي نړيوال متحدين دي د بن په کنفرانس کي له افغان حکومت څخه داسي تعهد هم واخلي، چي له نظام څخه به فساد ورکوي او په دغه برخه کي به په ليکلې بڼه ژمن ليک لاسليکوي.

د دغه بنسټ يوه غړي په کابل کي د خبرو پر مهال د حکومت په دننه کي د سياسي، اقتصادي او ټلونيز فساد له شتون څخه خپله شديده انديښنه څرګنده کړه:

«په حکومت کي فساد د پام وړ وده کړې، افغان حکومت د فساد په خطمولو کي پاته راغلی، په کار ده چي نړيوالو ته د فساد د خطمولو کلکه ژمنه وکړي، که نه نو خلک به نورهم له حکومت څخه نفرت وکړي.»

رسمي شمېرې ښيي چي افغانستان د مالي فساد له اړخه تر شمالي کوريا او صوماليا وروسته دوهم ځای لري، چي ورسره د مرسته شويو پيسو غټه اندازه د زور واکانو جيبونو ته تللي او تقريباً په هره اداره کي يې د پيسو د ورکولو پرته اداري کارونه او د خلکو ستونزي نه اواريږي.

تير کال د مالي فساد له کبله د افغانستان يو لوی خصوصي بانک ( کابل بانک) ډيوالي شو چي دغه کار له افغانستان سره د يو شمېر نړيوالو ټلونو او ادارو مرستي په ټپه ودرولې.

نړيوالو بسپنه ورکونکو افغان حکومت ته خبرداری ورکړی وو، چي بايد مالي فساد له خپلو ادارو ورک کړي که نه نو د دوئ مرستي به همداسي کنګل پاته وي.

افغان حکومت هم ژمنه کړې، چي د بن په کنفرانس کي به چي د دوشنبې په ورځ جوړيږي له دوئ سره د نړيوال سياسي او اقتصادي اوږد مهال تعهد په بدل کي هغوئ ته د فساد د له منځه وړلو او د اداري سيستم د اصلاح په برخه کي غښتلې ژمنه ورکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل