1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت بهرني ځواکونه د عملياتو نسي را گرځولای

۱۳۸۹ آبان ۲۵, سه‌شنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي د وروستيو څرګندونو په اړه د سياسي چارو د مبصر محمد عاشق يعقوب سره ځانګړې مرکه.

https://p.dw.com/p/QAO2
انځور: AP

دويچه ويله: کرزي له امريکايي ځواکونو غوښتي چي د شپې له خوا د ولسي خلکو پر کورونو د چاپو لاس واخلي او د عملياتو شدت کم کړي ځکه چي دا کار د خلکو او حکومت تر منځ واټن زياتوي ستاسو په اند په دغه وخت کي د کرزي دغه څرګندوني څه معني لري؟

يعقوب: خبره دلته ده چي کرزی او امريکايان دواړه ددې څه باندي نهه کلني جګړې له دوام څخه ستړي سوي دي نو له دي امله داسي غوښتني کوي؟

دويچه ويله: ستاسو په نظر ايا کرزی د طالبانو غوښتنو ته کرار کرار غاړه ږدي؟

يعقوب: اصلاًْ نه، دا خبره نده چي کرزی طالبانو ته تسليم سوی او هيڅ کله به هم ورته تسليم نه سي خو دا روښانه ده چي هغه د بري څخه ناهيله سوی.کله چي ښکېلي غاړي له جګړي ستړي سي نو يو پر بل پړه او رواني جګړه پيلوي. کرزی د ورځپاڼي سره په خبرو غواړي چي د خلکو د عامه افکارو له لاري پر نوموړي فشار ډير کړي.

دويچه ويله: د امريکا جمهوري غوښتونکي سناتور لندسي ګراهام وويل چي د کرزي دغو څرګندونو حيران کړی ايا په ريښتيا چي دا خبري امريکايانو ته د حيرانتيا وړده؟

يعقوب: دا د کرزي حيرانونکي خبري نه دي، هغه څو ځله داسي ګيلې او خبري د رسنيو له لوري کړي دي خو زما په نظر دا سناتور به ځکه حيران سوی وي چي کرزي ولي له دوی سره مخامخ دا خبري ندي مطرح کړي.

دويچه ويله: ايا د کرزي په ورستيو څرګندونو کي د قومي فشارونوعلامې ويني يعني پر کرزي به د قومي مشرانو فشارونه ډير سوي وي چي د دغو چاپو او تلاشيو د بنديدو عاجله غوښتنه وکړي؟

يعقوب: زه فکر نه کوم، دا يوازي هغه ستونزده چي د امريکايي چارواکو او کرزي تر منځ ده، د دغه غوټي سر يوازي دوی دواړو ته معلوم دی. دوی يي حل کولای سي، زه وايم چي دغه ډول څرګندوني يوه لوري.

دويچه ويله: ايا د کابل حکومت دومره واک لري چي خارجي ځواکونه د عملياتو را وګرځوي او يا هغوی ته فرمان ورکړي.

يعقوب: زه فکر نه کوم چي افغان ځواکونه دي په دې وخت کي دا توان ولري چي خارجي ځواکونه له عملياتو منع کړي، که چيري خارجيان پوه سي چي د کابل په حکومت کي دا وړتيا سته هغوی به خپله لمن د جګړې څخه ټوله کړي، او په ټوله کي افغان دولت دا وړتيا نه لري چي په اوس وخت کي بهرني ځواکونه له عملياتو را وګرځوي.

مرکه کونکی/ ميرويس جلالزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل