افغان حکومت: ادارې فساد کم شوی
۱۳۸۹ مهر ۲۱, چهارشنبهله ادارې فساد سره د مبارزې پر پلي کیدو د څار اداره وایې چې په ملک کې د ادارې فساد په کچه کې لږ والی راغلی.
دغه څرګندوني پر داسي مهال راځي چې افغان دولت تر بل هر وخت ډیر په خپلو ادارو کې د فساد د شتون له کبله تر نړیوالو فشارونو لاندي دی.
له بل لوري د سپینې ماڼۍ یو رپوټ چې کانګرس ته وسپارل شو په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې بهیر پڅ ښیې.
د افغانستان او پاکستان په وړاندي د سپینی ماڼۍ د ستراتیژۍ راپور د سپټمر په میاشت کې کانګرس ته استول شوی خو د دغه راپور ځیني برخې اوس رسنیو ته دي.
خو له ادارې فساد سره د مبارزې د څارنې عالي ادارې ریس محمد یاسین عثمانې بیا د سپینې ماڼۍ دغه راپور په ناسمو ارقامو ولاړ ښیې چې پر وینا یې له ادارې فساد سره د مبارزې پروګرام ښه پر مخ روان دی .
د دغې ادارې مشر محمد یاسین عثمانې وویل: « په افغانستان کې دوه ادارې دي یوه له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو اداره او بله هم د ایوا اداره چې په افغانستان کې د فساد په اړه څيړني کوي، د دغو څيړنو پایلې بیا کانګرس اود امریکا ثنا ته استول کیږي، مونږ د دغو ادارو د ارزونو په اړه تحقیق تر سره کړ او راته ثابته شوه هغه لارې چارې چې دوي د څيړني لپاره غوره کړي ناسمې وي، زه په ډاډ سره ویلای شم چې فساد د پخوا په پرتله لږ شوی دی.»
نړیوال په افغانستان کې د تاوتریخوالو اصلي لامل او د خلکو او حکومت تر منځ د واټن د ډیریدو اصلي ریښه فساد په ګوتو کوي.
هغوي وایې چې افغان دولت تر ستونې په فساد کې ډوب بولي خو له ادارې فساد سره د مبارزې د ادارې مشر په بیا بیا ټینګار کوي چې د فساد کچه ټیټه شوي او د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما په خپله په دغه خبره اعتراف کړی دی.
عثمانې وایې چې اوباما د فساد پر وړاندي د افغان دولت جګړه مثبته ارزولې: « له یوه لوري د امریکا په کانګرس او سنا کې ویل کیږي چې له فساد سره مبارزه پڅه پر مخ ځي او له بل لوري که تاسو د بارک اوباما د دوو دوریو اونیو تیرې خبري غونډي ته وګورﺉ هغه په خپله په صراحت سره وویل چې د فساد پروړاندي مثبت ګامونه پورته کړای شوي دي.»
عثمانې وايي چې اوس مهال په افغانستان کې ادارې فساد کم شوی او دری کسان په دې ورستیو کې د ادارې فساد په تور نیول شوي دي.
هغه وینا چې تل یې افغان دولت کوي خو خلک ورته د شک په سترګه ګوري. ډير افغان په دې باور دي چې فساد په خپله د عالي رتبه حکومتي چارواکو او په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو له لوري رامنځ ته شوی او تر څو چې هغوي په خپله د دغې پدیدې له مینځه وړل و نه غواړي، د فساد پر وړاندي اوسنۍ جګړه به بي ګټي وي
جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکيم