1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ترجمان د وژنو پړه پر امریکايي سرتيرو اچولې ده

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۵, سه‌شنبه

د ځانگړو امریکايي ځواکونو هغه افغان ترجمان چې د ملکي وگړو د وژنې او ربړوني په تور نیول شوی دی، ویلي دي چې هغه د افغانانو په وژنه کې لاس نه لاره. هغه دغه راز ادعا کړې ده چې د امریکايي اميرانو د امرونو پر اساس يې عمل کړی.

https://p.dw.com/p/199Fk
FILE - In this Oct. 28, 2009 file photo taken with a night vision scope, U.S. Special Operations forces search a home during a joint operation with Afghan National Army soldiers targeting insurgents operating in Afghanistan's Farah province. Increased nighttime military raids by international military forces in Afghanistan have created a resentment that has undercut any battlefield gains from the tactic, according to a report released Monday, Sept. 19, 2011, by a U.S. think tank. (AP Photo/Maya Alleruzzo, File)
Afghanistan Nächtliche Razziaانځور: AP

افغان امنیتي ځواکونو شپږ اوونۍ مخکې ذکریا کندهاری په وردکو ولایت کې د ملکي کسانو په وژنه او ربړونه کې د لاس لرلو په تور ونياوه. کندهاري تر دې مخکې په دې ولایت کې له امریکايي ځانگړو ځواکونو سره د ژباړونکي په توگه کار کاوه.

له دې وگړي سره د پوځي څیړونکو په یوې ثبت شوې مرکه کې چې د رویترز خبري آژانس لاس ته ورغلې ده راغلي دي چې کندهاري له امریکايي ځانگړو ځواکونو سره د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د ژباړونکي په توگه کار کړی دی. په وروستیو وختونو کې کندهاري د ميدان وردگو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکي په توگه کار کړی وو.

هغه په مرکه کې ویلي دي: «زه یو ټیټ رتبه ژباړونکی وم او اجازه مې نه لرله چې [د امریکایي ځواکونو] په پوځي اډه کې په آزاد ډول تگ راتگ وکړم او یا هم تحقیق خونې ته ولاړ شم.»

تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي ول چې کندهاری د امریکا متحده ایالاتو تابعت هم لري، خو لا تر اوسه پورې په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. په هغه سند کې چې د رویترز خبري آژانس لاس ته ورغلی دی کندهاري ویلي دي چې درې تنه امریکایي سرتیري چې دیوف، هیگن او کریس نومیږي په افغانستان کې د تحقیق چارې پر مخ بیولې. هغه روښانه کړې ده چې دغه کسان د افغانستان په دواړو مروجو ژبو پښتو او درې خبري کولای شي.

په سند کې راغلي دي چې کندهاری پر هغه باندې ټول لگیدلي تورونه ردوي او نومول شوي درې تنه امریکايي سرتیري په وژنو کې ښکیل بولي. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي پوځي چارواکو د وردگو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د خپلو ځانگړو ځواکونو له خوا په وژنو او ربړونو کې لاس لرل او یا هم پر هغو باندي سترگي پټول په کلکه رد کړي دي.

په افغانستان کي د میشتو بهرنیو ځواکونو یوه ویاند د سه شنبې په ورځ د رویترز خبري آژانس ته وویل: «امریکایي ځواکونو په دې اړه څو واري څیړني کړي دي چې په پایله کې یې دا خبره روښانه شوه چې په دې برخه کې د ایساف او یا هم امریکايي ځواکونو له خوا کومه سرغړونه نه ده شوې.»

دغه ویاند ټینګار وکړ چې ایساف د بندیانو د ربړوني په اړه ټول رسیدلي شکایتونه جدي بولي او له افغان حکومت سره د هغوی د څیړلو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د ربړوني ویدیو

په هغه سند کې چې د رویترز خبري آژانس لاس ته ورغلی دی افغان څېړونکو ویلي دي چې په مبایل کې په یوې ثبت شوې ويديو کې کندهاری د وردگو ولایت د یوه اوسیدونکي د وهلو په حال کې لیدل شوی دی. د وردگو ولایت دغه اوسیدونکی سید محمد نومیده چې بیا وروسته یې مړی موندل شوی وو.

کندهاري افغان څیړونکو ته ویلي دي، چې هغه سید محمد د امریکايي ځواکونو کمپ ته لیږدوه نو هغه هم په لاره کې ورته څو لغتې ورکړي وې او بیا وروسته «ښاغلي دیوف او ښاغلي هاګن» ته سپارلی وو. کندهاري ادعا کړې ده چې ده سید محمد ژوندی دغو دوو تنو امریکایانو ته سپارلی وو خو بیا وروسته هغه د دغه افغان وګړي مړی په یوه توره خلطه کې لیدلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ميدان وردگو ولايت سیمه ییزو چارواکو او همداراز د سید محمد خپلوانو د رویترز خبري آژانس ته ویلي ول چې هغوی د سید محمد مړی په وردگو کې د امریکايي ځواکونو کمپ ته نزدې موندلی وو چې دواړي پښې يې پرې شوې وې. سید محمد د تیر کال په نومبر میاشت کې ورک شوی وو.

رسنیو ته د سید محمد د قضیې تر راوتلو وروسته، ولسمشر کرزی سخت په غوسه شو او له امریکایي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې له ميدان وردگو ولایت څخه ووځي. د کرزي له دې پریکړې سره په وردگو کې د طالبانو د نفوذ د ډیریدو په اړه اندیښنې لا پسې ډیرې شوې. خو په پای کې بیا ولسمشر کرزي په خپل دریځ کي بدلون راوست او موافقه یې وکړه چې امریکايي ځواکونه کیدای شي چې په تدریجي ډول له دغه ولايت څخه ووځي.

تر دې مخکې افغان چارواکو د پوځ یو افسر هم ذکریا کندهاري ته د زندانیانو د سپارلو په تور نیولی وو. دغه کس تر هغه وروسته ونیول شو چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په یوه ګډ عملیات کې د درو تنو نیول شویو کسانو مړي د وردگو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډې ته نژدې وموندل شول.

د رویترز خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت هغه نوملړ لیدلی دی چې پکې د هغو ۱۸ کسانو نومونه راغلي دي چې د وردگو ولایت له نرخ ولسوالۍ څخه ورک شوي دي. ویل کیږي چې د هغو درو کسانو نومونه هم په دې نوملړ کې شامل دي چې مړي یې تر دې دمخه په همدې ولسوالۍ کې موندل شوي ول.