افغان تجار امريکايي عسکرو ته په رشوت ورکولو تورن سو
۱۳۹۴ دی ۹, چهارشنبه
د حکمت الله ښادمن پر ضد رسمي تور د دسامبر په ۲۳مه نېټه د شمالي کېرالينا په فډرالي محکمه کي ولګول سو. پر هغه تور دی چي توطيه يې جوړه کړې او دا چي په ۲۰۰۹کال يې دوو امريکايي عسکرو ته رشوت ورکړی ؤ.
د امريکا د متحده ايالاتو عدليه غواړي چي د حکمت الله ښادمن هغه ۶۳ مليونه ډالره کنګلي کړي، چي د نوموړي په بانکي حسابونو کي پرتې دي. پر دغه افغان تجار په رسمي توګه د رشوت وکولو او توطيه جوړولو تور به دغه د پيسو د کنګلولو له پاره لاره هواره کړي. د افغانستان د بيا رغوني د څار له پاره ځانګړي ادارې سيګار په ۲۰۱۳م کال کي يو خبر خپور کړی ؤ چي له مخي يې ياد افغان تجار حکمت الله ښادمن ياد مقدار پيسې د ترانسپورت د قراردادونو په ترڅ کي اختلاس کړي دي.
په رسمي تور کي ويل سوي چي د قانون پلي کولو ادارو د اختلاس پلټني کړي او دا چي داسي پټ شواهد لري چي د ښادمن کمپنۍ د قراردادونو تر لاسه کولو له پاره نورو ته رشوت ورکاوه. زياته سوې چي دا د هغه باوجوده چي د ښادمن شرکت د دغو قراردادونو له پاره د نورو سيالو کمپينو پر پرتله زياتي پيسې غوښتې.
په امريکا کي د ښادمن هغه وکيل چي د ښادمن د پيسو د کنګل کولو په قضيه کي يې د هغه څخه دفاع کوله، د دغو نوو تورونو په تړاو د سه شنبې تر ورځي کومه تبصره نه ده کړې.
د حکمت الله ښادمن پر ضد د تورونو موضوع په لومړي ځل د فايټ ويل آبزرور رسنۍ له خوا راپورته سوې وه.