1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان بزگرو ته د اصلاح سوو تخمونو د ويش لړۍ پيل سوه

۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبه

ټاکل سوي چي د دغه پروګرام په لړ کي ۳۵۰ زره ټنه اصلاح سوي، ډول ډول تخمونه د هيواد په دننه کي پر ټولو بزګرانو وويشل سي.

https://p.dw.com/p/PWsz
انځور: picture alliance/dpa

د کرهڼي وزارت وايي چي دغه تخمونه به په ۱۴۰ زره هکټاره ځمکه کي وکرل سي او حاصلات به يي هم ډير لوړ او د ښه کيفيت درلودونکي وي.

دغه تخمونه به هغو کروندګو ته ويشل کيږي چي کرهنيزي ځمکي ولري او تير کال ورته اصلاح سوي تخمونه نه وي ورکړل سوي.

د کرهني د وزير آصف رحيمي په وينا، اصلاح سوي تخمونه او ورسره کمياوي سره به بزګرو ته د کرهڼيزو کوپراتيفونو، سيميزو شوراګانو او د وزارت د کارکونکو له خوا په واک کي ورکړل سي.

« هر بزګر ته به ۵۰ کيلوګرامه اصلاح سوی تخم، ۵۰ کيلوګرامه توره سره او سل کيلوګرامه يوريا سره يوازي د ۳۵ سلنه بيي په مقابل کي يعني په ۱۵۰۰ افغانۍ ورکول کيږي».

افغانستان چي اتيا سلنه اقتصاد يي پر کرهنه ولاړ دی ورته په تيرو څو کلونو کي پر لپسي وچکاليو او ناسمو کرهنيزو دودونو سخت تاوان رسولی دی.

د اصلاح سوو تخمونو نشتوالی بله هغه ستونزه وه چي بزګرانو به د دوی د حاصلاتو د کمښت اصلي لامل په ګوتو کاوه.

د کرهني وزارت چارواکي وايي چي د دغو اصلاح سوو تخمونو او کمياوي سرو ټوليزه بيه ۹۰ مليونه امريکايي ډالره کيږي چي د بريټانيا، امريکا اوجاپان هيوادونو له لوري ورکړل سوي دي.

د دغو تخمونو دويش لړۍ د کابل د بادام باغ په کرهنيز نندارتون کي يو شميرکابليو بزګرو ته د تخمونو په ويش سره پيل سوه.

د اقتصادي چارو ماهرين په دې اند دي، ترهغه چي د افغانستان کرهنيز نظام ميکانيزه نه سي افغان بزګران به و نه توانيږي چي د تمي سره سم حاصلات را ټول کړي.

دا په داسي حال کي ده چي اوس په يوويشتمه پېړۍ کي افغان بزګران لا هم له سنتي او وروسته پاته کرهنيزو وسايلو څخه ګټه اخلي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل