افغان امنیتي چارواکي: د کانونو امنیت ټینګ ساتو
۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي دا خبره مني چې یو شمیر بهرنۍ کړۍ غواړي د افغانستان د کانونو د راسپړلو مخه ونیسي. خو هغوی پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې امنیت به يې ټینګ کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، دویچه ویله ته په دې اړه وویل: «افغانستان ډیر دښمنان لري چې په کې طالبان، القاعده او هغه استخبارتي کړۍ شاملې دي چې نه غواړي افغانان پرمختګ وکړي. دغه ډلې هڅه کوي چې د افغانستان د کانونو د کیندنې مخه ونیسي.»
که څه هم شاوخوا درې زره تنه پولیس د عینک مسو کان د امنیت ټینګولو له پاره ګومارل شوی دي خو بیا هم کله نا کله د دغه کان پر کارکوونکو او هغو چینایي انجینرانو باندې بریدونه کیږي چې له کابله د دې کان د چارو د څار له پاره سیمې ته سفر کوي. افغان حکومت د عینک مسو کان د کیندلو تړون دوه کاله مخکې د MCC په نوم یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی صدیقي هغو بهرنیو پانګوالو ته چې غواړي د افغانستان د کانونو د کیندلو په برخه کې پانګونه وکړي ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه به د هغوی د پروژو امنیت ټینګ کړي. صدیقي وایي چې په لا ښه ډول د کانونو د امنیت د ټینګولو له پاره نوي پلانونه نیول شوي دي.
افغان دولت له ۲۰۱۰ کال راهیسې د افغانستان د کانونو کیندلو ته ډیره توجه کوي او غواړي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د خپل مصرفونو یوه لویه برخه له خپلو کورنیو عوایدو تمویل کړي.
د عینک مسو د کان تر څنګ په وروستیو وختونو کې د آمو سند د نفتي حوزې د سپړلو تړون هم له یوې چینایي کمپنۍ سره شوی دی.