افغان امنیتي ځواکونو کلا زال ولسوالي بيرته نيولې
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۶, سهشنبهد افغانستان د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي په هغو عملياتو کي چي د کلا زال ولسوالۍ د بيرته نيولو په مخه پيل سوي ول، په ترڅ کي ئې د سه شنبې په سهار د دغي ولسوالۍ مقر، امنيه قومانداني او نوروي سيمي په خپل کنترول کي راوستي دي.
په دغه خبري اعلاميه کي راغلي دي: «اوس د کلا زال ولسوالۍ په ناامنو سيمو کي ستر عملیات روان دي. افغان امنيتي ځواکونه به پرې نږدي چي یاغيان د هيواد په يوه سيمه کي هم پر وگړو حکمراني وکړي.»
د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي په دې عملياتو کي يو ياغي وژل سوی دئ. د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري څه ويل سوي نه دي.
وسله والو طالبانو د روان کال د می مياشتي پر ۶ نېټه د کندز کلا زال ولسوالي چي له تاجيکستان سره نژدې پرته ده ونيوله.
که څه هم چي د کندز ولايت مرکز د افغان امنيتي ځواکونو په کنترول کي دئ خو د دغه ولايت پر ډيرو سيمو وسله وال طالبان کنترول لري. په تيرو دوو کلونو کي طالبان دوه واري توانيدلي دي چي د لنډي مودې له پاره د کندز ښار ونيسي.
د امريکا متحدو ايالاتو د اټکل له مخي افغان حکومت د خپل هيواد پر ۶۰ سلنه قلمرو باندي کنترول لري او نوري سيمي يا د وسله والو طالبانو په لاس کي يا د دواړو اړخونو ترمنځ لاس پر لاس کيږي.
زموږ له ارشيف څخه:
(Reuters/dpa-NZ)