1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنیتي ځواکونو په کندز کې د طالبانو حمله پر شا تمبولې

۱۳۹۵ تیر ۲۹, سه‌شنبه

افغان امنیتي ځواکونو په شمالي ولایت کندز کې تر یوې ورځنۍ سختې جگړې وروسته طالب جنگیالي پر شا تمبولي دي. د رپوټونو له مخې تیره ورځ په لسگونو طالبانو پر قلعه زال ولسوالۍ باندې برید کړی وو.

https://p.dw.com/p/1JRDR
Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
انځور: Reuters

د آلمان خبري آژانس د قلعه زال ولسوال محب الله سعیدي، په حواله لیکلي دي چې د یوه قوماندان په شمول اته طالب یاغیان په دغه برید کې وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې په نښته کې د افغان امنیتي ځواکونو یو تن وژل شوی او نور څلور تنه ټپیان شوي دي.

ولسوال سعیدي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې یاغیان اوس د ولسوالۍ لیرې پرتو سیمو ته تښتیدلي دي او جگړه اوس دریدلې ده.

زیاته شوې ده چې دغه جگړه د دوشنبې په سهار وختي پېل شوې وه او شاو خوا سل تنو طالب یاغیانو پر ولسوالۍ برید کړې وو.

کندز د افغانستان په شمال کې ناامنه ولایت دی چې تیر کال یې مرکز د څو ورځو له پاره د طالبانو له لوري نیول شوی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب