افغانې مېرمنې پنځه ماشومان په يو وار وزېږول
۱۳۸۶ تیر ۴, دوشنبهاعلان
د څلور واړو هلکانو، يوې لور او د مور وضعه ښه بلل شوې ده. نوموړې افغان مېرمن امينه بي بي نوميږي او د کوچنيانو پلار وويل چې دوی دوې لوڼې لري او يو بل زوی يې يو څو کاله مخکې د ناروغۍ په وجه مړ شوی دی. ښاغلي انيس الرحمان وويل چې خدای پاک ته يې دعا کوله چې يو زور ورکړي، اوس يې په يو وار څلور زامن او يوه لور ورکړې ده.