1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرمنې پر ستونزو سربیره خپله ورځ لمانځي

میرویس جلالزی۱۳۹۱ اسفند ۱۸, جمعه

افغانستان په داسې حال کې د ښځو ورځ لمانځي چې په دې هیواد کې اوس هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډیرې پېښې تر سترگو کیږي. له بلې خوا په پارلمان کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي له قانون سره مخالفت کیږي.

https://p.dw.com/p/17tKn
انځور: TOMAS MUNITA/AP/dapd

که څه هم د مارچ اتمه نیټه چې د ښځو نړیواله ورځ ده دا ځل د جمعې په ورځ چې په افغانستان کې عمومي رخصتي ده برابره شوې ده خو بیا هم د ښځو چارو مدافع سازمانونو، د بشري حقونو ټولنو او یو شمیر حکومتي ادارو دغه ورځ ولمانځله.

له دې ورځې څخه د نړۍ د نورو ملکونو په څير له یوې لسیزې راهیسي په افغانستان کې هم په رسمي ډول لمانځنه کیږي. سږ کال افغانستان په داسې حال کې د ښځو نړیواله ورځ لمانځي، چې په تیر کال کې په دې هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډیرې پېښې ثبت شوې دي.

پر دې سربیره اوس د افغانستان په پارلمان کې د هغه قانون د تصویبیدو پر وړاندي مقاومتونه کیږي چې له مخې یې د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی جرم شمیرل کیږي او ښځو ته په کې ځيني خپلواکۍ په پام کې نیول شوې دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت روان هجري لمیز کال د ښځو پر وړاندي د زور زیاتي له اړخه یو بد کال بولي. د دغه وزارت معینه مژګان مصطفوي، وايي چې حکومت نه دی توانیدلی چې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي تر سره کوونکي تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي او لا هم دغه تیري کوونکي آزاد دي.

د میرمن مصطفوي په خبره که چیرې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي مخه و نه نیول شي نو کیدای شي چې په راتلونکو کلونو کې هغوي یو ځل بیا په افغاني ټولنه کې منزوي شي. اغلې مصطفوي وایي: «موږ په داسي یوه ټولنه کې ژوند کوو چې ښځې له ځینو داسې ناپسندو دودونو چې د اسلام د مبین دین مخکې جاهلیت دورې ته ورته دي متأثرې دي.»

د ښځو چارو مدافع سازمانونه وایې چې په حکومت کې داسې زورواکان شته چې د ښځو له کار کولو، هغوی ته د تعلیم د حق له ورکولو او نورو ټولنیزو آزادیو سره مخالف دي. ویل کیږي چې همدا کړۍ سره یو ځای شوې ده او په ورستیو وختونو کې یې یو ځل بیا د افغان میرمنو د آزادیو د محدودولو هڅې پیل کړې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عدليي وزیر حبیب الله غالب، وایې چې په افغانستان کې لا هم ښځې په ډیر بد حال کې دي او په دې هیواد کې د اسلام له راتګ دمخه د جاهلیت دورې ځیني دودونه لا هم حاکم دي. ښاغلي غالب وايي: «په اسلام کې ښځو ته ډير حقونه ورکړل شوي دي. په خواشینۍ سره څو زره کاله د دې دین په راتګ تیریږي خو لا هم موږ افغانان له ډیرو دغو حقونو بي برخې یو او له ښځو سره تیري روان دي. د هغوی د وهلو ټکولو او شکنجه کولو خبرونه تر لاسه کیږي.»

له بلې خوا ملګري ملتونه پر افغان پولیسو او عدلي ادارو نیوکه کوي چې د ښځو د ملاتړ له پاره یې اغیزمن ګامونه نه دي پورته کړي او په ډیرو مواردو کې اجرايي قوي د تیري کوونکو ملاتړ کړی دی او یا یې د هغوي پر دوسیو سترګی پټې کړې دي.

په روان هجري لمریز کال کې د افغانستان په پروان ولایت کې یوه ښځه د محکمې له فیصلي پرته د زنا په تور په عام محضر کې ووژل شوه. له دغې پیښې وروسته له کور څخه د تیښتې په جرم ګڼې نجوني او ښځي زندانونو ته واستول شوې او تر څنګ یې د سیاست او هنر برخې مخکښو نجونو او ښځو ته د ناڅرګندو کسانو له لوري د مرګ ګواښونه ورکړل شول.