1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغاني پوليس ماشومان شکنجه کوي

۱۳۸۷ مهر ۲۹, دوشنبه

دملګروملتونو موسسې دماشومانو دمرستي دڅانګي يونيسف دويناسره سم افغاني پوليس ماشومان کړوي اوشکنجه کوي يې

https://p.dw.com/p/FdUp
د افغاني پوليسو لخوا يو څوان محصل تر لغتو لاندي نيولیانځور: AP

دا موضوع د ARD نومي جرمني ټلويزيوني چينل کي د رپوټ ماينس په نامه ددوشنبې په ورځ خپريږي .داپيښي دالمان حکومت ته ځکه مهمي دي، چي د افغاني پوليسو د روزلو مسوليت لري.دا خپرونه د يونيسف دماشومانوپه برخه کي دعدالت، اودافغانستان دبشري حقونودکمېسيون دڅېړنو په اساس جوړه شوې ده.

په رپوټ کي زياته شوې ده، چي دبنديتوب اود اقرار د اخيستلو پر وخت وهل، ناوړه جنسي استفاده اوکړول،بيخي معمول دی. د رپوټ خپروني دامعلومات له هغوڅېړنوڅخه ترلاسه کړي دي، چي دجرمني دحکومت لخوا تمويل شوي دي.

ددې څېړنو له مخه د2007 ميلادي کال دمارچ دمياشتي اود 2008 کال د مارچ دمياشتي ترمنځ 1674 ماشومان په افغانستان کي دپوليسو لخوا نيول سوي دي.

ديونيسف همکاري دروتيي ګريګر، په کابل کي دمرکو په ترځ کي ويلي دي؛ چي ددې تحقيقاتولپاره له 247 ماشومانوڅخه دځوانکيو دبيرته په لاره راوستلوپه موسسه کي پوښتني وسوې، ددغو ماشومانو په سلوکي36 ويلي دي، چي پوليسو دوی وهلي ټکولي اوناوړه استفاده يې ځني اخستې ده.

يو زيريدلی ماشوم چي د ژوند ټوله خوشالۍ يې پوليسو ځني اخستي دي
يو زيريدلی ماشوم چي د ژوند ټوله خوشالۍ يې پوليسو ځني اخستي ديانځور: AP

د رپوټ دمعلوماتوله مخه په سلوکي 21 ځوانکيو څرګنده کړې ده چي شکنجه سوي ندي. په سلوکي 43 کسان دې پوښتنو ته دځواب ورکولولپاره چمتو نه وه.

په ترسره سوو تحقيقاتوکي له بهرڅخه دتوقيف پر وخت دوضعي اوشرايطو دکتني او آزمويلومشوره ورکول کيږي. دپوليسود اتحاديې عمومي مشر کنرادفرايبرګ څرګنده کړې ده چي دوی پدې چي80000 پوليس چي دحقوقي دولت دشرايطوله مخه بېخي بې عيبه وي وروزي ندي بريالي سوي.

ددې رپوټ له مخه د المان حکومت په2002 کال کي پرېکړه وکړه چي د الماني کارپوهانو او ښونکو په واسطه 50000 افغاني پوليس وروزي، د جرمني دبهرنيوچارو د وزارت د وینا له مخه تراوسه دهغه نيمايي برخه روزل شوې ده.

د رپوټ خپروني دبهرنيوچارو له وزارت څخه دامعلومات تر لاسه کړل چي د افغاني پوليسو لخوا په ډاګه سره بنديان کړول کيږي.