1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانه مهاجره څرنګه د فوټبال ستورې شوه

۱۳۹۶ مرداد ۲, دوشنبه

ناديه نديم دولس کلنه وه چې له افغانستانه ډنمارک ته مهاجره شوه. هغې د مهاجرو په يوه کمپ کې له هلکانون سره فوټبال پيل کړ، خو هيڅکله يې دا فکر کړی نه وو چې يوه ورځ به د فوټبال ستورې شي.

https://p.dw.com/p/2h2u5
Schweden Frauenfußball EM 2013 Frankreich gegen Dänemark Nadia Nadim
انځور: picture-alliance/dpa

ناديه نديم د ۲۰۱۷م کال د ښځو فوټبال په اروپايي سياليو کي د ډنمارک په ټيم کې د يوې مهمې غړې په توګه انتخاب شوې ده. هغه په دغه تورنمنت کې چې په هالند کې روان دی د خپلو استعدادونو د ښکاره کولو له پاره بشپړ تیاری لری. ۲۹ کلنه ناديه په ۲۰۰۰م کال کې له خپلې مور او څلورو وروڼو سره له افغانستانه ووته او وتوانیده چې ځان اروپا ته ورسوي. د ناديې کورنۍ وروسته له هغې د اروپا پر لور د سفر بستره وتړله چې وسله والو طالبانو ېې پلار ور وواژه.

ناديد نديم د ۲۰۱۳م کال په سیالو کي
انځور: Getty Images

ناديې د ډنمارک په «هيلسم تريننګ» کمپ کې د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «زموږ له پاره له افغانستانه د وتلو پرته بله هيڅ لاره نه وه پاته، ځکه هلته اوسيدل زموږ له پاره له خطره ډک ول». هغې زياته کړه چې هغه او کورنۍ يې په دې وتوانيدله چې د انساني قاچاقبرانو په مرسته ډنمارک ته ځان ورسوي. د ناديې په وينا چې هغې فوټبال په لمړي ځل په ډنمارک کې پیل کړ.

ناديه وايي هغه وخت چې په ډنمارک کې د مهاجرو په يوه کمپ کې اوسيده، د بوختيا او ساعتيرۍ له پاره يې څه نه لرله، خو د دې له پاره چې خپګان يې له زړه ليري کړي وي د فوټبال لوبې يې پيل کړې. هغې وويل: «زه بيکاره وم، د مهاجرو د کمپ په خوا کې يو غټ ورزشي لوبغالی وو، هلته ما د فوټبال لوبې پیل کړې».

ناديه په دې وتوانيده چې ډير ژر په دغه ورزش کې خپل نوم وباسي. هغې د ډنمارک په مختلفو کلبونو کې لوبيدلې او بلاخره د خپلو هیلو د پوره کيدو په موخه د نيو جرسي «سکای بليو» نومي کلب ته مخه کړه. هغې په ۲۰۱۴م کال کې د دغه کلب غړيتوب ترلاسه کړ.

ناديه نديم (کيڼ اړخ) د ايټاليا لوبډلي پر وړاندي سيالي کي
انځور: Getty Images

نادېې په ۲۰۰۹م کال کې د ډنمارک د ښځو فوټبال ملي ټيم غړې شوه. هغه په ټیم کې د حمله کوونکې يا ګول وهونکې په توګه لوبيږي. دغه افغان مهاجره د ډنمارک په استازيتوب، د فوټبال په ۲۲ سيالو کې ګډون کړی او په دې موده کې يې ۹ ګولونه لگولي دي، له دغو ګولونو څخه ۸ يې په روان ۲۰۱۷م کال کې وهلي دي. ناديه نديم زياتوي چې له فوټبال سره ډیره زياته مينه لري او اوس په ميدان کې خپل ځان ډير ښه احساسوي.

ناديه چې اوس مهال د طب په څانګه کې په زده کړو بوخته ده وايي چې په امريکا او ډنمارک کې اوسیدلې خو لا هم له خپل پلرني هيواد افغانستان سره يې مينه او ياد په زړه کې تازه دی. هغې هیله وښوده چې د افغانستان حالات ژر تر ژره ښه شي، ترڅو کړای شي په هيواد کې هم د ښځو فوټبال د ودې په برخه کې کار وکړي.

زموږ له ارشيف څخه: