1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانمل: کندهار بې سرپوښه سو

۱۳۹۰ تیر ۲۱, سه‌شنبه

د احمد ولي کرزي پخوانی مرستيال بسم الله افغانمل، د کرزي وژل د افغانستان او په خاصه توگه د کندهار له پاره ستره غميزه بولي. «احمد ولي کرزی هغه څوک و چي همېشه يې د اولس ږغ تر چارواکو پوري رساوه.

https://p.dw.com/p/11tcc
بسم الله افغانمل
بسم الله افغانملانځور: DW

داچي طالبان يا ددوی په نامه قاري يوسف ددې پيښي مسووليت په غاړه اخلي، زه نه پوهيږم چي دوی په کوم اساس دغه مسوليت په غاړه اخلي او تر کومه ځایه به دا واقيعت ولري. خو د هري خوا چي دا کار سوی دا ښه کار نه دی سوی. له بده مرغه چي په افغانستان کي داسي ده چي ملي شخصيتونه له منځه ځي.

د کندهار د ولايتي شورا پخوانی مرستيال او د احمدولي کرزي نژدې کس ښاغلي افغانمل وايي چي، احمدولي کرزي مخکي داسي ډښمني هم نه درلوده چي سړی ووايي کيدای سي دا د هغوی لخوا سوې وي.

« زه فکر نه کوم چي هغه دي دښمني درلوده هغه د افغانستان په کچه فکر درلودی، د ټول کندهار په سطحه يې فکر درلودی. د ټول کندهار اولسونه باندي راټول ول. زه فکر نه کوم چي دا دي يو شخصي وژنه وي. زه فکر کوم ددې تر شاه نوري سياسي خبري سته چي وروسته به بيا روښانه سي.»

ښاغلي افغانمل زياته کړه چي د احمد ولي کرزي په نه شتون سره په کندهار کي يو ستره خلا رامنځته سي چي حالت به هلته نور هم خراب سي.

« کندهار د يو ډير مهم شخص څخه بې برخي سو. پر ده باندي ټول اولسونه راټول ول. نو اوس معلومه خبره ده چي تر ډيره وخته به دغه تشه پاته وي.»

د ولايتي شورا پخوانی مرستيال وايي چي احمد ولي کرزی ډير جدي سړی و. هغه هر وخت پر خپله خبر ولاړ او لاره يې معلومه ول.

« داسي ويل کيږي چي دغه کس چي دی يې وژلی، تر لفظي شخړي وروسته يې دا کار کړی. خو زه فکر نه کوم چي د هغه سره دي په خبرو کي داسي پيښه را منځ ته سوې وي. دا کار مخکي له مخکي پلان سوو او دغه شخص چي دی يې وژلی ددې تر مخه دې ته اماده سوی و چي دا کار وکړي.»

داچي احمدولي کرزی په کندهار کي يو شمېر دعوې هم سپينولې په اړه يې افغانمل وايي چي، هغه هر وخت په هره موضوع کي دا کار کاوه او ډيری وختونه داسي کيدل چي څوک محاکمې ته نه ول اړ.

« ده ته په هغه وخت کي چي زه ور سره وم يا په بله مانا په کندهار کي د ولايتي شوار مرستيال وم. ډير داسي کسان راتلل چي خپلي شخصي دعوې به يې په ده خلاصولې.»

د افغانمل په خبره احمد ولي کرزی هم کيدای سي چي د قومي مشرانو د له منځه وړلو د هغي لړۍ په ترڅ کي له منځه تللی وي چي د ډير عمر راپدېخوا په کندهار کي روانه ده.

« احمدولي کرزی د پوپلزو مشر و او په کندهار کي يو پيژندل سوی شحصيت و او د بلي خوا د ولسمشر ورور و. کيدای سي دی د ترور د رواني لړۍ قرباني سوی وی.»

نجيب الله زيارمل/ بن

کتونکی: عبدالباري حکيم