افغانستان کي ۸۰۰ تنه آلماني سرتيري پاتيږي
۱۳۹۲ فروردین ۳۰, جمعهد آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير او د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله په برلين کي يوه لنډ خبري کنفرانس ته، د افغانستان په اړه د راتلونکي سياست په اړه معلومات ورکړل.
آلمان تيار دی، چي له ۲۰۱۵ کاله له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ تنه سرتيري په افغانستان کي پريږدي. د آلمان د دفاع وزارت لکه تر اوسه پوري، غواړي چي د افغانستان په شمال او پلازمېنه کابل کي خپل ماموريت ته دوام ورکړي.
د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير وويل: «موږ د يوه مخکښ هيواد په توگه تياريو چي د نورو په همکارۍ مسئوليت پرغاړه واخلو.»
په ۲۰۱۵ کال کي دغه ماموريت بايد خپله ډيره پاملرنه کابل ته واړوي، چي د دې له پاره له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ تنه سرتيري په پام کي نيول سوي دي.
د آلمان د دفاع وزير وويل، چي پلان پر «يوه مشخص ټکي راگرځي چي هغه د افغانستان پراختيا ده، نه دا چي سرحد به ونه لري».
هغه وويل، چي د دغه تعداد سرتيرو په وړانديز سره سړی کولای سي، چي د نړيوالو همکارانو سره خبرو ته ور مخ ته سي.
«موږ غواړو چي ښه راغلی راته وويل سي»
توماس ديميزير په افغانستان کي د دغه نوي بهرني ماموريت په اړه وويل، د دغه آلماني ماموريت له پاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړي او د افغان حکومت بلني ته اړتيا ده.«موږ غواړو چي ښه راغلی راته وويل سي.»
د آلمان د بهرنيو چارو د وزير په خبره اوس په افغانستان کي «يو تاريخي پړاو» دی. هغه وويل، چي په افغانستان کي بايد تر جنگي ماموريت وروسته «خلک په بېچاره گۍ» کي پرې نه ښوول سي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله هم د توماس ديميزير په نظر دی، چي له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو په بحث کي وايي، چي د بشپړه ځواکونو په ايستلو سره کيدای سي په دغه هيواد کي يوه تشه رامنځ ته سي او دغه هيواد يو وار بيا د «نوي تروريزم» ځای وگرځي.
نوی پارلمان ئې بايد تائيد کړي
گيدو ويستر ويله په مني کي ټاکنو ته په کتو سره وويل، چي په افغانستان کي به د نوي ماموريت پريکړه د دغه هيواد نوی پارلمان او حکومت کوي.
آلمان اوس په افغانستان کي نزدې ۴۲۰۰تنه سرتيري لري او اوسنۍ ماموريت ئې د ۲۰۱۴ کال تر فيبرورۍ مياشتي پوري دوام کوي.
داسي ويل کيږي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي د يوه نوي ماموريت کي له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ بهرني سرتيري برخه واخلي او دنده به ئې د افغان امنيتي ځواک روزل او د هغوی ملاتړ کول وي.