افغانستان کي وروستۍ خونړۍ پيښي
۱۳۹۲ فروردین ۲۸, چهارشنبهد چارواکو په خبره د وژل شویو ملکیانو موټر هغه وخت د سړک د غاړې پر یوه ماين باندې برابر شو چې له هرات څخه شینډنډ ولسوالۍ په روان ول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ښځي او ماشومان هم شامل دي. د دې وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د چاودنې له کبله څلور تنه نور ملکیان ټپي شوي هم دي. په بیانیه کې د پېښې پړه پر طالبانو باندي اچول شوې ده.
د هرات د والي ویاند محي الدین نوري، د وژل شویو کسانو شمیره تائید کړه او ويې ویل: «دا د افغانستان د دښمنانو چې ترهگر دي کار وو.» په دې خبري سره هغه طالبانو ته اشاره وکړه چې له یوولسو کلونو راهیسې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جنگیږي.
دا په روانه اوونۍ کې د خپل ډول دوهمه پېښه ده. تر دې دمخه د دوشنبې په ورځ هم د سړک د غاړي یوه ماین اووه کسان ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.
طالبان ډیر وخت د سړک د غاړې له ماينونو څخه د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نخښه کولو له پاره کار اخلي، خو ډیر وخت بيا ملکيان د دغو بمونو قرباني کیږي.
له بلې خوا د افغانستان په شمال کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې هغوی د څلورو تنو افغان سرتیرو مړي موندلي دي چې سرونه یې پرې شوي دي. دغه سرتیري یوه ورځ دمخه د طالبانو له خوا برمته شوي ول.
د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې دغه کسان خپلو کورونو ته په رخصتۍ روان ول چې د طالبانو له خوا برمته شول. افغان چارواکو د دغو سرتیرو مړي د جوزجان ولایت د خواجه دکو په ولسوالۍ کي موندلي دي.
د چهار شنبې په ورځ هم په کابل کې د پارلمان ودانۍ ته نزدې د کثافاتو په یوه ستل کې ځای پر ځای شوی بم وچاودید چې له کبله یې چا ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.