افغانستان کي د نفتو د تصفيې فابريکه جوړيږي
۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبهد «افغان امريکن» گډ شرکت د چارواکو په خبره په دغو پيسو به د افغانستان په شمال کي د نفتو د تصفيې يوه فابريکه جوړيږي او نفت به نور په افغانستان کي تصفيه کيږي.
د شرکت مسئولينو زياته کړې ده، چي دغه فابريکه به د آمو سیند نفتي حوزې ته نژدې جوړيږي.
د «افغان امریکن» شرکت د چارواکو په وینا، په دې فابريکه کي به نزدې شل زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او عملي چاري به یې د ۲۰۱۵ کال تر پایه پوري پیل شي.
د پانگوني د ملاتړ ادارې (ایسا) مشرتابه وایي، چي دا د افغانستان په تاریخ کې یو بې ساری گام دی او په لومړي سر کي به د آمو سیند له نفتي حوزې څخه تر لاسه شوي تیل په هيواد کي تصفیه او وروسته به پلورولو ته چمتو کیږي.
د «ایسا» ادارې مشر وفیع الله افتخار وايي: «افغان امریکن، گډ شرکت به نزدې اووه سوه ميلیونه ډالره پانگونه وکړي او چي د نفتو د تصفیې کار پیل شي په ورځ کي به شپېته زره بېرله تیل تصفیه کوي او تر څنگ به یې زموږ کاري قوه هم استخدامیږي او د سیمي خلکو ته به د کار ډیري زمینې برابري شي.»
اوس مهال په افغانستان کي د نفتو د تصفيې کومه کارخانه نشته او تر لاسه کېدونکي نفت له دغه هيواد څخه دباندي د منځنۍ اسیا په هيوادونو کي تصفیه کیږي.
افغانستان چې د نفتو له اړخه یو بډايه هیواد بلل کیږي تر اوسه پوري یې له ډيرو محدودو نفتي زیرمو څخه گټه اخیستل کیږي.
په تیرو دولسو کلونو کي یوازي د ۲۰۱۲ کال په لومړۍ نیمايي کې د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې د نفتو له حوزې څخه د یوه چینايي شرکت له لوري د تیلو د استخراج کار پيل شو.
د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو ټولني مشر شیرباز کمین زاده د افغان امریکن شرکت دغه پانگونه د ملک د اقتصادي ودې له پاره له اغېزې ډکه بولي.
هغه وايي تر دې دمخه به د افغانستان نفت په ترکمنستان کې تصفیه کېده خو اوس به په ارزانه بیه په هيواد کي دننه تصفيه او بازارونو ته وړاندي شي: «هغه تیل چي اوس استخراجیږي په ترکمنستان کې تصفیه کیږي بیا بیرته هیواد ته راوړل کیږي، نو دغه تصفيه خانه چي فعاله شي دا به ډیره لويه لاسته راوړنه او په عین حال کې سهولت وي.»
د افغان دولت د څېړنو له مخې اوس مهال د دغه هيواد په بېلا بېلو برخو کي شپږ نفتي حوزې پیژندل شوي دي، چي یوازي پر یوې يې کار پيل شوی دی.
داسي ويل کيږي چي د آمو سيند نفتي حوزه ۲۵۰ ميلیونه بوشکې نفت لري او اټکل شوی دی، چې په ورځ کې به یې د نفتو د رایستلو اندازه له۲۵۰ څخه تر۳۰۰ زرو بېرلو پوري ورسیږي.