افغانستان کي د سره صليب کارکوونکو تگ راتگ ودرېد
۱۳۹۲ خرداد ۱۰, جمعهد سره صلیب د نړیوالې کمیټې د اسیا د څانگې مشر جاکویس دې مایو، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می۳۰) وویل په افغانستان کې د دغې موسسې د کارکوونکو او مدیره اهیت تگ راتگ په ټپه درلو شوی دی. هغه همداراز وويل، چې په جلال آباد کې د سره صلیب سیمه ییز دفتر هم تړل شوی دی او اوس له افغان دولت او یاغیانو سره په تماس کې دي چې د چهارشنبې په ورځ پر دغه دفتر باندي د شوي برید لامل وموندي.
د سره صلیب کمیټه د افغانستان په شخړه کې خپله بېطرفي ساتي او له همدې کبله یې فکر نه کاوه چې پر یوه دفتر باندي یې د یاغیانو او یا کومې ډلې له خوا وسله وال يرغل وشي.
تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ په جلال آباد کې د سره صلیب دفتر د یاغیانو تر يرغل لاندې راغی. دغه يرغل دوه ساعته دوام وکړ چې په پايله کې یې د سره صلیب یو تن ساتونکی ووژل شو. تر اوسه پوري کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
دې مایو وویل چې په دې پېښه کې وژل شوی کس «غیر مسلح او بې دفاع» وو او د داسې یوې ودانۍ ساتنه يې کوله چې په زرهاو افغانانو یې له خدمتونو څخه ګټه اخيستله.
د سره صلیب کمیټه له ۱۹۸۷کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. د چهارشنبې ورځې برید په افغانستان کې د دغه سازمان پر یوه دفتر باندې لومړنی برید وو. دغه سازمان په ټول افغانستان کې ۱۸۰۰ کار کوونکي لري چې د هغوی له ډلې څخه ۳۶ تنه یې په ننګرهار ولایت کې میشت دي.
د مرستو رسولو د فعالیتونو په برخه کې ستونزې
د سره صلیت پر دفتر سربیره تیره اوونۍ په کابل کې د ګډوالو نړیوال سازمان دفتر (IOM) هم د یاغیانو تر برید لاندې راغی. دغو دوو بریدونو په افغانستان کې د مرستندویه سازمانونو د امنیت په اړه نوې اندیښنې راوپارولې.
د «اکبر» موسسې مرستیال نجیب تجلی، چې په افغانستان کې د نورو مرستندویه موسسو د فعالیتونو د همغږي کولو په برخه کې کار کوي ویلي دي: «دغه بریدونه په دې ځای کې ټولو مرستندویه سازمانونو ته یو ګواښ دی.»
ښاغلي تجلی زیاته کړه: «دغه مرستندویه موسسې هیڅ ډول سیاسې، حکومتي او یا هم پوځي اړیکې نه لري. په افغانستان کې د هغوی شتون ته سخته اړتیا لیدل کیږي. له دې کبله باید د هغوی ډیره درناوی وشي. وروستي بریدونه ډیر عجیب او ټکان ورکوونکي دي.»
طالبانو په کابل کې د (IOM) پر دفتر باندې د برید پړه پر غاړه واخیسته او ویې ویل چې د هغوی هدف د امریکا د بهرني استخباراتي ادارې (CIA) د کاروکوونکو میلمستون وو. د طالبانو په دغه برید کې یو پولیس او تنه ملکیان ووژل شول.
د افغانستان د شنونکو له شبکې څخه کته کلرک، ویلي دي چې په افغانستان کې د سره صلیت شهرت ته په کتو سره پر دغه دفتر باندې برید د اندیښنې وړ دی: «هغوی [د سره صلیت کمیته] د نورو سازمانونو په څیر نه دی. د افغانانو له نظره هغوی په هر حال کې دلته موجود ول، آن په ۱۹۹۰ لسیزې کې د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال. هغه وخت په افغانستان کې ډیر لږ مرستندویه سازمانونه موجود ول. سور صلیب د خپلې بېطرفي له کبله ډیر مشهوره دی.»
د سره صلیب کمیټه په جګړې کې د وژل شویو کسانو د مړو د لیږدولو، د بندیانو د پیداکولو، د معیوبینو له پاره د بدن د مصنوعي غړو د جوړلو او په اضطراري حالاتو کې د بیړنیو مرستو د رسولو په برخو کې فعالیت کوي.
کلرک وايي چې دا خبره ډیر مشهوره ده چې د سره صلیب سازمان تل وخت وروستۍ سازمان وي چې یوه سیمه پریږدي، د هغه په خبره که په افغانستان کې دغه سازمان په امن کې نه وي نو نور سازمانونه نه شي کولای چې ځان په امن کي احساس کړي.