«افغانستان کي د زندانيانو ساتل قانوني دي»
۱۳۹۲ خرداد ۸, چهارشنبهتر دې مخکي په بریتانیاوي رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي ول چې په افغانستان کې میشتو انګلیسي عسکرو له ۸۰ څخه تر ۹۰ تنو پوري افغانان په غیر قانوني توگه بنديان کړي دي. اوس د انګلستان د دفاع وزیر فليپ هاموند ویلي دي چې د پوځ دغه کار یې قانوني دی.
هغه ټینګار کړی دی چې د دغو زندانیانو او په افغانستان کې د انګلیسې ځواکونو د اډې په اړه تل شفافیت موجود وو.
هاموند له بې بي سي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل: «پر دغو کسانو باندي د بریتانیاوي سرتیرو د وژلو تورونه لګول کیږي. پر هغوی باندې همداراز د سړک د غاړې ماينونو د ځای پر ځای کولو او یا دغه کار ته د لاري د اوارولو شکونه هم کیږي.»
د بي بي سي له خوا په خپاره شوي راپور کې په افغانستان کې د انګلیسي ځواکونو په کمپ کې چې «بوستون کمپ» نومیږي د بندي کسانو وکیلانو ادعا کړې وه چې یو شمیر موکلین یې له ۱۴ میاشتو راهیسې پرته له دې چې ورباندي کوم تور ولګول شي، بندیان دي.
دغو وکیلانو له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د کمپ بوستون زندان د امریکا متحده ایالاتو له ګوانتانامو زندان سره د پرتلي کولو وړ دی.
د یوه زنداني وکیل فیل شاینر، په خپلو خبرو کې ادعا کړې وه چې د انګلستان پارلمان ته هم په کمپ بوستون کې د یوه زندان د موجودیت په اړه معلومات نه وو ورکړل شوي. خو هاموند دغه ادعا رده کړه او ویې ویل چې د انګلستان پوځ د بوستون کمپ په اړه د دغه هیواد پارلمان ته شفاف معلومات ورکړي دي.
هغه زیاته کړه چې انګلستان غواړي دغه بندیان افغانانو ته وسپاري خو تر اوسه پورې یې ځکه له دې کار څخه ډډه کړې ده چې د زندانیانو د امنیت په اړه اندیښنه لري.
هاموند ویلي دي چې هغوی په مشخصه توګه د افغانانو له خوا اداره کیدونکي یوه زندان په اړه اندیښنه لرله نو ځکه یې د تیر کال په نومبر میاشت کې پریکړه وکړه چې تر هغه وخته پورې چې په دې اړه اندیښنې له منځه نه وې تلې افغانانو ته زندانیان و نه سپاري.
د انګلستان د دفاع وزیر هیله څرګنده کړې ده چې افغانانو ته د دغو زندانیانو د انتقال چارې به ژر پیل شي.