1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان ښايي د کريکټ د تېست لوبو په ملت بدل شي

۱۳۹۵ بهمن ۱۷, یکشنبه

د کريکټ نړيوالې شورا افغانستان او ايرلنډ ته لاره هواره کړې څو د تېست لوبو ملتونه جوړ شي. په دې ترتيب به د «سترو درو» ملتونو، هند، انګلستان او استراليا قدرت ښايي محدود کړل شي.

https://p.dw.com/p/2X0iN
Cricket Afghanistan - British West Indies
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

په دبۍ کې يعنې په خپل اصلي مقر کې تر يوې غونډې وروسته، د کريکټ نړيوالې شورا يا  (ICC) The International Cricket Council د شنبې په ورځ ويلي دي چې د غړو هېوادونو تر منځ «د مقرراتو او تمويل په برخه کې د تغييراتو د پلي کولو له پاره موقتي توافق رامنځ ته شوی دی».

د کليدي وړانديزونو په لړ کې دا هم راځي چې مخکښه د تېست لوبو نهه هېوادونه به تل د دوو کلونو په موده کې په يوه ليګ کې په خپلو منځو کې سره رقابت او د درو ټيټ رتبه هېوادونو په وړاندې هم په ورته وخت کې سيالي کوي.

هغه درې هېوادونه چې ښايي له دې وروسته د تېست لوبو په بشپړو غړو بدل شي زيمبابوې، ايرلنډ او افغانستان دي که د ICC په خبره «د غړيتوب شرايط» يې پوره کړي وي. په دې منځ کې به د درو کلونو په ترڅ کې د ۱۳ غړو لرونکی اوسنی نړيوال ليګ جاري وي چې په ۲۰۲۳ کال کې نړيوال جام ته د لارموندنې پړاوونه هم ورپورې اړه لري.

د سيمه یزو شل اوريزو لوبو د سيالۍ له پاره هم پلانونه تر لاس لاندې دي څو د کريکټ د نړيوالې شورا تر نظارت لاندې شل اوريزو نړيوالو سياليو ته د لارموندنې لاره هم هواره شي.

د ICC په ويناپاڼه کې راغلي دي: «د مهال وېش جوړولو له پاره به په مارچ مياشت کې يوه سرمشريزه جوړه شي مخکې له دې چې په اپريل مياشت کې د ICC بورډ ته يو تفصيلي وړانديز ور وړاندې کيږي.»

د ICC اجرائيوي رئيس، ډيويډ ريچاردسن، وويل: «د ICC د اجرائيوي رئيسانو کميټې د دوه اړخيز کريکټ د راتلونکي تشکيل له پاره ډېرې لارې څېړلي دي، د اوسني جوړښت له ساتلو څخه نيولې د دوو رديفو تر جلا ليګونو او تر هر بل امکانه پورې چې د دې په منځ کې ځای ولري.»

په ۲۰۱۴ کال کې د ICC کنترول تر ډېره د «سترو درو» هېوادونو په لاس کې وو. خو ډېرو څارونکو استدلال کاوه چې دغو درو هېوادونو د کريکټ د لوبې د اقتصادي ګټې ډېره زياته برخه په قبضه کې نيولې وه. اوسني تغييرات، که ومنل شي، ښايي دغه حالت ته تغيير ورکړي.