افغانستان : ډير وزارتونه اوس هم سرپرست وزيران لري
۱۳۸۹ شهریور ۱۳, شنبهدغه وزارتونه د اوبو او بريښنا ، عامي روغتيا ، د مخابراتو ، ترانسپورت ، عالي تحصيلاتو ، د ښاري پراختيا او همدارنګه د ښځو دچارو وزارتونه دي چي تراوسه پوري يوازی سرپرست وزيران لري .
د کابل د يو شمير اوسيدونکو په وينا د رسمي وزيرانونه مړوجوديت د دغو وزارتونو په ورځنيو کارونو کي خنډونه رامنځ ته کړيدی .يو ښاري وايی ،
«هر ځای چي مسول يې معلوم نه وي ، هلته بې نظمي راځي ، د خلکو کارونه په صيح ډول نه اجرا کيږي او مامورين رشوت اخلي او ظلمونه کوي .»
بل بيا وايي ،
« دځينو هيوادو سره ځيني قراردادونه سته ، چي سرپرست وزير نسي کولای هغه امضا کړي . په افغانستان کي يوه ورځ کار هم ډير ارزښت لري ، حتی يوه دقيقه هم بايد څوک بې کاره پاته نسي .
دريم تن وايی ،
« زما په نظر د سرپرست وزيرانو ګرده اجرأت غير قانوني دي.»
محمد عيسي چي په کابل پوهنتون کي د طب د پوهنځي محصل دی، وايي څو مياشتي مخکي او د دولت د غلطي فيصلي څخه وروسته ، د خوګ انفلانزا له بيري ،پوهنتونونه د دوومياشتو دپاره رخصت سول او دا په داسي حال کي وه چي ددغه موضوع په اړه هيڅ ډول يادونه اومشوره د پوهنتون د علمي کدر سره نوه سوې .
دی وايي د دې اصلي علت دلوړوزدکړو درسمي وزيرنه موجوديت ؤ چي تر اوسه هم پر دغه چوکی سرپرست وزيرناست دی .
د يوتعداد کارپوهانو په نظر جمهوررييس کرزی او ده ته د يو تعداد نږدې کسان د وزارتونو پر سر نه سره جوړيدل ، د طالبانو سره خبري او مخالفو ولسوالو ته په راتلونکۍ کابينه کي ځای پريښوول ، ټول د دې سبب ګرځيدلي دي چي د څو وزارتونو چوکياني تر اوسه خالي پاته سي .
خو دلته دا پوښتنه را منځ ته کيږي چي يو سرپرست وزير څومره د يو وزير په حيث دقانوني صلاحيت څخه برخمن دی .
په ولسي جرګه کي استازي رمضان بشر دوست وايی ،
«د افغانستان اساسي قانون ، ډير واضح او روښانه دی ، په 71ماده کي راغلي دي چي د افغانستان کابينه د وزريرانو څخه جوړ سوې ده . په کابينه کي د يوې ثانيې دپاره هم ، بيله وزير څوک نسي کولای چي کښيني ، که هغه سرپرست وي او يا مشاور ، دا ټول د قانون خلاف دي . »
د11 مياشتو را پدې خوا او د جمهوري رياست د انتخاباتو څخه تر اوسه پوري درې واري يو شميرکسان د افغانستان د حکومت لخوا ولسي جرګې ته معرفي سول ،خو تر اوسه يوازي 18 وزيرانو وکولای سول چي د اعتماد رايي ترلاسه کړي او دپاته 7 وزارتو کارونه تر اوسه پوري سرپرست وزيران پرمخ بيايی . داچي دغو وزارتو ته به څه وخت اوڅوک دڅلورمي پلا دپاره وروپيژندل سي، وخت به يې جواب ووايي .
احمد فرهاد
کتونکی : محمد قاسم نوري