1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: په بیلا بیلو پیښو کې شپږ ملکي او ۲ بهرني وگړي وژل شوي

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15Ybg

د افغانستان د امنیتي چارواکو په حواله نن په افغانستان کې په بیلابیلو پیښو کې د شپږو ملکي وگړو په گډون د ناټو دوه تنه سرتیري وژل شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدرالرازق د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې پنځه تنه ملکي کسان وژل شوي او یوه میرمن ټپي شوې ده.

په دغه ولایت کې تیره ورځ هم د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې یوه میرمن وژل شوې وه او نورې درې تنه نارینه ټپیان شوي ول. په افغانستان کې د ناټو ائتلافي ځواکونو خبر ورکړی دئ چې د افغانستان په سویل کې د وسله والو یاغیانو په یوه برید کې د ناټو دوه تنه سرتیري وژل شوي دي، خو د پیښې او د سرتیرو د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

په کندوز ولایت کې په یوه بله پیښه کې یو تن وژل شوی او نور اته تنه ټپیان شوي دي. دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د کندوز ولایت د خان آباد د ولسوال په یوه موټر کې نصب کړای شوی مقناطیسي بم وچاودید، چې په ترڅ کې ئې د ولسوال یو ساتونکي وژل شوی او نور اته تنه لارویان ټپیان شوي دي.