1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په بلغاريا کي سفارت تړي، خو په يونان کي ئې پرانيزي

۱۳۹۰ دی ۱۹, دوشنبه

افغانستان به په راتلونکو څو مياشتو کي د يونان په پلازمېنه آتن کي سفارت پرانيزي. چارواکي وايي چي دغه سفارت په يونان کي د افغان کډوالو د ستونزو د حلولو له پاره پرانيستل کيږي.

https://p.dw.com/p/13gMr
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارتانځور: Pahjwok Afghan News

يونان اروپا ته د غير قانوني ورتګ تر ټولو اسانه او ښه لار ده. يونان له ترکيې سره اوږده پوله لري چي د منځني ختيځ او شمالي افريقا له هيوادونو څخه ډير وکړي په غير قانوني توگه له همدې لاري اروپا ته تيريږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، جانان موسی زي، د يکشنبې په ورځ وويل چي هيواد به ئې د مارچ د مياشتي تر پايه پوري په يونان کي خپل سفارت پرانيزي.

هغه دغه راز خبر ورکړ، چي افغانستان به په عين وخت کي په بلغاريا کي خپل سفارت وتړي.

شاوخوا ۵۰۰۰۰ افغانان هر کال په غير قانوني توګه يونان ته ځي. دغه کسان په اروپا کي د ښه ژوند د پيلولو له پاره يونان او له هغه ځايه څخه اروپا ته تيريږي. خو ددغو کسانو له ډلي څخه ډيری ئې پر نيمه لار د پوليسو له خوا نيول کيږي.

موسی زی وايي چي تيرکال د افغان حکومت يو پلاوي يونان ته پخپل سفر کي۶۵۰ تنو هغو افغان کډوالو ته چي غوښتل ئې بيرته افغانستان ته ستانه شي، پاسپورتونه ورکړل.

هغه زياته کړې ده چي دغه افغان پلاوي دغه راز د يونان حکومت قانع کړ چي۱۰۰تنه نور افغانان چي په غير قانوني توګه يونان ته د ورتګ په تور بنديان شوي ول، له بند څخه آزاد کړي.

موسي زی وايي ډيری هغه افغانان چي په غير قانوني ډول يونان ته ورځي له دغه کار څخه پښيمانه کيږي او غواړي بيرته افغانستان ته ستانه شي خو دا کسان د دې کارله پاره پاسپورتونه نه لري.

د ترکيې او يونان تر منځ پوله يوازينی سرحد دئ چي پکښي سرحدي کنترول شته. له يونان څخه وروسته بيا کډوال کولای شي چي د شينګن ۲۶غړو هيوادونو ته پرته له دې چي د سفر اسناد ښکاره کړي ولاړ سي. خو ډيری کسان په يونان کي يا پوليسو له خوا نيول کيږي او يا هم په دغه هيواد کي د ډير وخت له پاره بند پاتي وي او نه شي کولای چي د اروپايي اتحاديي نورو هيوادونو ته ځانونه ورسوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل