1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ولي له تاجيکستانه بخښنه غوښتې؟

۱۳۹۴ مرداد ۲۳, جمعه

د افغانستان د دفاع وزارت د هغو دوو توغنديو په اړه د تاجيکستان له دفاع وزارته بخښنه غوښتې ده، چي له افراطيانو سره د جگړې پر مهال د تاجيکستان په خاوره کي لگېدلي دي. په پيښي کي چاته زيان نه دی رسېدلی.

https://p.dw.com/p/1GFO5
انځور: DW/G. Faskhutdinow

د تاجيکستان امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «د رواني اونۍ په پيل کي په فرخار سيمه کي د افغانستان له اړخه د ۸۲ ميلي متري توپ دوې راتوغول سوي گولی لگېدلي دي.»

دغه معلومات په رسمي توگه تائيد سوي نه دي. خو د افغانستان کورنيو رسنيو ويلي دي چي د دغه هيواد د دفاع وزارت له تاجيکستانه بخښنه غوښتې ده.

يو تاجيکي چارواکي چي نوم ئې نه دی ښوول سوی ويلي دي: «له نېکه مرغه په دغه پېښه کي چا ته زيان نه دی رسېدلی او موږ پر افغانستان باندي هيڅ نيوکه نه لرو. موږ د افراطيت پر ضد جگړه کي د افغانانو ملاتړ کوو.»

د افغانستان په دوو شمالي ولايتونو تخار او کندوز کي چي له تاجيکستان سره سرحد لري د افغان امنيتي ځواک او وسله والو ډلو ترمنځ د رواني مياشتي په پيل کي جگړې سوي.

دوې ورځي دمخه داسي راپورونه هم ول چي گويا د کندوز ولايت څو نوري سيمي هم د وسله والو طالبانو او نورو ډلو تر واک لاندي راغلي. خو د کندوز امنیتي چارواکي دا نه مني.

له څو مياشتو راهيسي د افغانستان په شمال کي له بېلابېلو وسله والو ډلو سره افغان امنیتي ځواک په جگړو کي ښکېل وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب