1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، هند او امريکا درې اړخيزه غونډه کوي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۲۹, یکشنبه

افغانستان، د امريکا متحده يالات او هندوستان د سه شنبې په ورځ په نوی دهلي درې اړخيزه غونډه کوي. د دې غونډي هدف په سياسي، امنيتي او اقتصادی برخو کي د همکاريو ملاتړ ښوول سوی دی. (انځور له آرشيفه)

https://p.dw.com/p/17fjU
(From L to R) Indian Prime Minister Manmohan Singh, Afghanistan's President Hamid Karzai and Indian President Pranab Mukherjee listen to questions from the media during Karzai's ceremonial reception at the forecourt of India's presidential palace Rashtrapati Bhavan in New Delhi November 12, 2012. Afghanistan is "ripe and ready" for Indian investments in mining and other sectors, Karzai told business leaders in Mumbai on Saturday at the start of a trip to woo investors for his war-ravaged country. REUTERS/B Mathur (INDIA - Tags: POLITICS)
Hamid Karzai zu Besuch in Indienانځور: Reuters

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي دغه درې هيوادونه په سيمه کي گډي منافع او گډ دښمن لري. دا دوهمه درې اړخيزه غونډه ده چي د دغو هيوادونو له خوا ترسره کيږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال دجنورۍ ۱۷) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، درې سره هيوادونه تلاښ کوي چي سياسي او اقتصادي همکارۍ ئې نوري هم پراختیا ومومي:

«موږ هيله من يو چي د افغانستان او هندوستان تر منځ اړیکي او همکارۍ نوري هم پراخي سي.»

د وياند په خبره په پلان کي ده چي په نوی دهلي کي په دغه درې اړخيزه خبرو کي به په افغانستان کي د انتقال پروسې، جمهوري رياست د انتخاباتو په اړه، سولي پروسې په باره کي او د افغانستان په معادنونو کي د هند هيواد د پاگوني په اړه بحث وسي.

هند هم د هغو هيوادونو په لړ کي دی چي افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو تړون ورسره لاسليک کړی دئ. هندوستان په تيرو يوولسو کلونو کي يو له هغو هیواو څخه دئ، چي د افغانستان په بيارغاونه کي ئې ستره ونډه اخيستې ده.

موسي زي وويل درې سره هيوادونه تلاښ کوي چي په سياسي او اقتصادي اړخونو کي د پام وړ پرمختگونه ولري.

د پاکستان دښمن ته نيژديوالی

دا په داسي حال کي پاکستان د افغانستان او هندوستان د وروستيو اړيکو په اړه اندېښمن دئ. خو موسي زي وويل، چي افغانستان پاکستان ته اطمينان ورکوي چي له نورو هيوادونو سره اړيکي د پاکستان امنيت ته هيڅ ډول تاوان نه رسوي.

موسي زي دغه راز وويل، چي افغانستان حتی له پاکستان سره هم غواړي چي ستراتيژ تړون لاسليک کړي خو په دې شرط چي دغه هيواد له تروريزم سره په مبارزه کي وفاداره وي:

«په حقيقت کي افغانستان غواړي چي د پاکستان له اسلامي جمهوريت سره تر ټولو نيژدې اړيکي ولري. خو د دې له پاره صادقانه همکاریو ته اړتيا ده.»

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي او د امريکا متحده ايلات له هند څخه غواړي چي د تحول په لسيزه کي افغانستان يوازي پرې نږدي او د بيا رغاوني په برخه کي مرسته ورسره وکړي.