افغانستان: منګوليایان د المانیانو دندي په غاړه اخلي
۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبهد المان د دفاع د وزرات يوه وياند نن «پنجشنبه» په برلين کي وويل چي د بدخشان ولايت په مرکز، فيض آباد، کي د آلمانانو په پوځي هډه کي به د منګوليايي سرتيرو شمير له 40 تنو څخه 160 ته لوړ کړاي شي.
د رويترز خبري آژانس د المان د دفاع د وزارت د نوموړي وياند په حواله لیکلي چي په دغو نوو منګوليايي ځواکونو کي پياده ، بريدکونکي او د روغتيايي خدماتو عسکر شامل دي.
ويل شوي چي منګولايي سرتيري به وروسته له دي په ګزمو کي هم ګډون وکړي، خو د هغوي د حکومت د غوښتني له مخي به په پلان شویو پوځي عملياتو کي ګډون ونه لري.
د بدخشان والي، شاه ولي الله حبيب، د آلمان غږ راډيو ته په يوتيلفوني تماس کي د هغه ولايت ته د منګوليايي سرتيرو د استولو د خبر پخلي وکړ.
تر اوسه پوري منګوليايي سرتيرو په بدخشان کي يواځي د آلمان د پوځي هډي د امنيت د ساتني دنده تر سره کوله. دغه نوي منګوليايي سرتيري به د نومبر په نيمايي کي فيض آباد ته ورسيږي.
دا چي د منګوليايي سرتيرو له زياتوالي سره به د آلماني سرتيرو د وتلو لپاره لاره هواره شي او که نه، د آلمان د دفاع وزارت د وينا له مخي، د امنيتي وضعيت پرمختګ پوري تړلی دی.
د افغانستان سرحدي ولايت بدخشان د نسبتا آرامو سيمو څخه شميرل کيږي او ښايي په راتلونکي کي د هغو ولاياتو په فهرست کي ونيول شي چيرته چي امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.
د بدخشان والي وويل چي په دغه ولايت کي تر اوسه پوري داسی کوم عمليات تر سره شوي نه دي چي په کی نړيوالو ځواکونو ته اړتيا لیدل شوي وي.
خو د شمال د سيمو په بل ولايت کندز کي وضعيت کړکيچن پاتي دي، چيرته چي وخت په وخت د المان د پوځ سرتيري د حملو هدف ګرځي.
که چيري امينتي شرايط اجازه ورکړي، د آلمان فدرالي حکومت تصميم نيولی چي له افغانستان څخه د روان کال په پای کي د خپلو سرتيرو په ايستلو پيل وکړي.
د آلمان پوځ په فيض آباد کي د منګوليايي سرتيرو له خدمتونو او له هغو سره د همکاريو څخه راضي ښکاري.
آلمان به د نوو منکوليايي سرتيرو چي بدخشان ته استول کيږي، روزنه او پالنه په مغلستان او آلمان کي تر لاس لاندي ونيسي. د دغو سرتيرو موضوع پرون هغه وخت عنوان شوه چي د المان او مغلستان د دفاع وزيرانو سره په برلين کي وليدل.
آژانسونه/ دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش