افغانستان: مرستندویه موسسې بیا په کار پیل وکړ
۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبهاعلان
یوې سویډنې مرستندویه ټولنې په افغانستان کې د خپلو دوو ښځینه بهرنیو او افغان کارکوونکو تر راخلاصیدو وروسته بیرته له سره د کار کولو اعلان کړی دئ.
د میدایر په نوم دغه مرستندویه ټولنې د روان کال د مې د میاشتې په ۲۲مه نیټه به بدخشان ولایت کې د خپلو کارکوونکو تر یرغمل کیدو وروسته په افغانستان کې خپل کارونه په ټپه درولي ول.
د نوموړې مرستندویه ټولنې ویاندې د جمعې په ورځ ویلي دي چې په افغانستان کې بیرته پر خپلو کارونو باندې پیل کوي. دغه کسان د جون په میاشت کې د ناټو او افغان ځواکونو د گډو عملیاتو په ترڅ کې آزاد کړای شوي وو.