1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: له پاکستان څخه د توغندیو بریدونو ځوابولو ته چمتو یو

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۱۰, شنبه

افغان امنیتي چارواکي وايي چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان پر کونړ ولایت باندې د توغندیو بریدونه ډیر شوي دي. افغان چارواکي تل له پاکستان څخه د دغو بریدونو د بندیدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1C9xa
انځور: Hussain Sirat

افغان ولسمشر حامد کرزي، په وروستیو ورځو کې له خپل پاکستاني سیال نواز شریف سره د تلیفون له لارې خبرې وکړي او له هغه څخه یې وغوښتل چې دغه بریدونه ودروي.

له بلې خوا بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، د شنبې په ورځ د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې وویل چې ولسمشر کرزي له نواز شریف سره تر تلیفوني خبرو وروسته د افغانستان امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چې د توغندیو بریدونو ته د ځواب ورکولو له پاره چمتوالی ونیسي: «[ولسمشر] ما ته وویل جې خپل چمتوالی ونیسه او دا چې هغه د پاکستان له لومړي وزیر سره خبرې کړې دي. [هغه راته دا هم وویل چې] تا هم د پاکستان له لوی درستیز سره خبرې کړې دي. که [بریدونو] دوام پیدا کړ، تاسو مو چمتوالی ونیسئ، زه تاسو ته قومانده درکوم او په متقابل عمل لاس پورې کړئ. موږ له پنځو ورځو راهیسې د دې کار له پاره چمتوالی لرو.»

د کونړ سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په وروستۍ اوونۍ کې د پاکستان له خاورې څخه د دې ولایت پر دانگام او شیگل ولسوالیو باندې ۱۰۰۰ توغندي توغول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي بیا وایي چې له یاغیانو سره د جگړې پر مهال کله نا کله توغندي د افغانستان پر خاوره هم لگیږي.

پر کونړ باندې د توغندیو د بریدونو دوام د دې لامل شو چې پارلمان افغان امنیتي چارواکي د توضیحاتو له پاره راوغواړي. د کونړ ولایت استازو غوښتنه کړې ده چې افغان حکومت باید د دغو بریدونو د دریدو له پاره پر لازمو اقداماتو لاس پورې کړي. دغه استازي ادعا کوي چې «بهرنیان» د کونړ ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي او پاکستاني ځواکونو په هغوی باندې بریدونه کوي.

پاکستان پر افغانستان باندې تور لگوي چې د هغوی د حکومت مخالفینو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی. دا هغه ادعا ده چې افغان حکومت یې په کلکه ردوي. پاکستان تر اوسه پورې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر د وروستیو څرگندونو په اړه عکس العمل نه دی ښوولی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب