1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان له متحده عربي آماراتو دوهمه لوبه هم وگټله

۱۳۹۵ آذر ۲۶, جمعه

د کریکټ د شل اوریزو درو سیالیو د لړۍ په ترڅ کې افغانستان له متحده عربي آماراتو خپله دوهمه لوبه هم وگټله. د دغې لړۍ دریمه او وروسته لوبه د یکشنبې په ورځ په دوبۍ کې تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/2UOz6
Afghanistan Cricket Sri Lanka
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د جمعې په ورځ په دوبۍ کې د افغانستان او متحده عربي آماراتو د کریکټ د لوبډلو تر منځ ډیره په زړه پورې لوبه وشوه. د تیرې لوبې په څیر په ننۍ لوبه کې هم نجیب ځدراڼ چې کیڼ لاسی توپ وهونکی دی ډیر ښه وځلید. 
متحده عربي آماراتو د ټاس تر گټلو وروسته پخپله لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د افغانستان لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو لوړ هدف وټاکه. په ننۍ لوبه کې د افغانستان بالران یا توپ اچونکي ډیر ښه و نه ځلیدل. نوي لوبغاړي فرید احمد دوه لوبغاړي وسوځول او امیر حمزه او راشد خان بیا یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.  

د متحده عربي آماراتو له لوري شایمن انور ۶۰، روحان مصطفی ۴۳ او رمیز شهزاد ۴۷ ناسوځیدلې منډې وکړې.
په ځواب کې افغانستان هم تیزه لوبه پېل کړه او اوپنر شهزاد محمدي د لوبغالې هر لور ته څلوریزي وهلي. هغه په ۱۲ توپونو د ۷ څلوریزو پر مټ ۳۱ منډې وړې. کپتان اصغر ستانکزي پر شلو توپونو ۲۹ منډې وکړې. په ننۍ لوبه کې عثمان غني هم ولوبید. 

خو نجیب ځدراڼ چې په تیره لوبه کې هم ډیر ښه ځلیدلی وو، نن ورسره بیا بخت یاري وکړه او پر ۲۴ توپونو یې د درو شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ ۵۵ ناسوځیدلې منډې وکړې. له نجیب سره په وروستیو اورونو کې د افغانستان بل تکړه آل راونډر محمد نبي ملتیا کوله. تر دې دمخه په لومړۍ لوبه کې هم نجیب ځدراڼ ښه لوبه کړې وه او په لسو توپونو یې ۳۱ ناسوځیدلې منډې کړې وې. 

په پای کې افغانستان د متحده عربي آماراتو لوبډلې ته پنځو ویکټو په داسې حال کې ماتې ورکړه چې لا هم دوه توپه پاتې وو. د متحده عربي آماراتو له لوري په توپ اچونه کې امجد جاوید ښه وځلید چې د افغانستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

د افغان لوبډلې د تشویق له پاره په دغه ځای کې مېشت ډیر شمیر افغانان لوبغالې ته ورغلي وو چې په ډولونو او چکچکو یې خپله لوبډله بدرگه کوله.

په پام کې ده چې د دواړو هیوادونو د ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزو د درو سیالیو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره شي. 

نور مطالب: