1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان له سخت پړاو څخه تیریږي»

امتیاز احمد/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۰, یکشنبه

په آلمان کې د پاکستان سفیر عبدالباسط چې اوس د بهرنیو چارو وزرات د سکرتر په توگه نومول شوی دی ویلي دي، چې د پاکستان دا هیله ده چې د کابل د حکومت او افغان طالبانو تر منځ د یوه کال په جریان کې د سولې تړون رامنځ ته شي.

https://p.dw.com/p/1ARAj
انځور: DW/I. Ahmad

عبدالباسط د آلمان په فرانکفورت ښار کې له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي دي چې افغان ولسمشر حامد کرزي اسلام آباد ته د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد استعمال نه کړای شي. عبدالباسط د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سکرتر په توگه نومول شوی دی او د روان کال د دسمبر د میاشتې تر پنځلسمې نیټې پورې به خپله دنده اشغال کړي.

دغه پاکستانی دیپلومات له تیرو درو لسیزو راهیسې د بهرنیو چارو له وزارت سره کار کوي او په یو شمیر هیوادونو کې یې د پاکستان د سفیر په توگه دنده تر سره کړې ده. د دویچه ویله د اردو څانگې خبریال امتیاز احمد، دغه مرکه کړې ده چې پښتو ژباړه یې دلته وړاندې کیږي.

دویچه ویله: د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ ممکنه امنیتي تړون د پاکستان له پاره د یوه ټکان په توگه یادویږي ، آیا تاسې له دې خبرې سره موافق یاست؟

عبدالباسط: دا دوه اړخونه لري، یو دا چې دا دوه اړخیزه معامله ده، موږ ته په دې اړه کومه تبصره کول لازم کار نه دی. دوهمه خبره دا ده که چیرې دغه تړون موږ د سولې پر لور بیایي نو زموږ له پاره باید کومه ستونزه نه وي، دا به وخت په اثبات ورسوي چې د دغه تړون پیچلتیا او پایلې څه دي.

دویچه ویله: ستاسو په نظر دغه تړون به کومې پایلې ولري؟

عبدالباسط: په دې اړه یو څه ویل گران کار دی، خو په اوسني وخت کې افغانستان له سخت پړاو څخه د تیریدو په حال کې دی. په دغه ځای کې چې د ملي یووالي او د سولې په اړه کومې هڅې کیدې، یو څه زیان ورته رسیدلی دی. زه پر چا کوم تور نه پورې کوم خو کومې هڅې چې روانې وې، په هغې کې یو څه خنډونه رامنځ ته شوي دي. د پاکستان هڅه دا ده چې د ۲۰۱۴م کال د دسمبر د میاشتې تر مخه (د افغان حکومت او طالبانو تر منځ) د جوړ جاړي پروسه یوې پایلې ته رسیدلې وي. ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته اوسنی سفر په همدې موخه کړی وو او موږ د کرزي په غوښتنه د ملا عبدالغني برادر په شمول یو شمیر طالب قومندانان له زندان څخه آزاد کړي دي. تیره اوونۍ هم د افغانستان د سولي د عالي شوری یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته راغلی وو.

دویچه ویله: آزاد شوي طالب مشران د سولې له پروسې سره څه مرسته کولای شي؟

عبدالباسط: دا د طالب مشرانو خپله معامله ده، چې هغوی له چا سره او څرنگه خبرې کول غواړي. زموږ له هغوی سره مستیقمه اړیکه نشته دی، خو کومې هڅې چې رواني دي، ضروري نه ده عامه محضر ته دې راوایستل شي، دا یوه پیچلې او حساسه معامله ده. زه غواړم چې په دې اړه کومه تبصره و نه کړم. د پردې تر شا هڅې روانې دي او د دغو مشرانو به د کابل حکومت سره خپلې رابطې وي.

دویچه ویله: پاکستان، په افغانستان کې د هند مخ پر زیاتیدونکي نفوذ ته په کومه سترگه گوري؟

عبدالباسط: تر کومه ځایه چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو مسئله ده، نو په دې اړه به زه ووایم چې دواړه مستقل هیوادونه دي او هغوی په اقتصادي، ټولنیزو او یا نورو هر رنگه اړیکو د ساتلو په برخه کې آزاد دي. زموږ یوازینۍ هیله دا ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان د بې ثباته کیدو له پاره استعمال نه شي. یقیني خبره ده چې موږ پر دې پوهیږو چې په بلوچستان او قبایلي سیمو کې د افغانستان له لارې لاس وهنه کیږي.

دویچه ویله: یعنې څه ډول لاس وهنه کیږي او څوک دغه کار کوي؟

عبدالباسط: زه په دې اړه جزئیات نه شم ورکولای، خو کله چې په اوسني وخت کې زموږ صدراعظم په نیویارک کې له خپل هندي سیال سره لیدلي وو، نو له هغه سره د بلوچستان په ستونزه غږیدلی وو چې هند په دغه ځای کې لاس وهنه کوي. زموږ له صدراعظم سره ولسمشر حامد کرزي په لیدنه کتنه کې د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې د ده هڅه به دا وي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمال نه شي.

دویچه ویله: د پاکستان له نظره ښه او خراب طالبان څوک دي؟

عبدالباسط: خبره د ښه یا خراب نه ده. باید دې ته وکتل شي چې زموږ په ملت کې په دې اړه کوم گډ نظر رامنځ ته شوی دی. د ټولو گوندونو کانفرنس (آل پارټیز کانفرنس) د ترسره کیدو وروسته په توافق سره د پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو اترو سلسله پیل کړای شوه. موږ په تیرو څو کلونو کې ولیدل چې د زور د ازمویلو څخه کومه خاصه نتیجه په لاس نه راځي، زموږ چې کوم کوښښونه ول، هغسې نتیجه یې ور نه کړه.

دویچه ویله: د حکیم الله مسعود د وژل کیدو وروسته هم د سولې د خبرو اترو له پاره هڅې روانې دي؟

عبدالباسط: زما په آند کومې خبرې اترې خو نه تر سره کیږي، لاکن د خبرو اترو د پیلیدو له پاره هڅې روانې دي. ښایي د پردې تر شا یو څه تر سره کیږي، کله چې نتیجه ورکړي، تاسې ټول به پرې خبر شئ.