1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له روسيې د وسلو مرسته غوښتې

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ خرداد ۲۸, جمعه

افغان چارواکو له مسکو څخه په پوځي برخه کي د بلاعوضه مرستو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د بهرنيو چارو سياسي مرستيال د پنجشنبې په ورځ مسکو ته سفر کړی.

https://p.dw.com/p/1J8Yn
انځور: picture-alliance/dpa/ ITAR-TASS

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جون ۱۷مه) په مسکو کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي افغانستان د وسلو په برخه کي د روسيې پر بلاعوضه مرستو حساب کوي.

کرزي په مسکو کي د يوه خبريال د هغي پوښتني په جواب کي چي که افغانستان غواړي له روسيې څخه وسلې تر لاسه کړي مصرف به ئې څوک ورکوي، وويل: «روسيه لوی زړه لري. دوی بايد موږ ته وسلې بلاعوضه راکړي.»

هغه زياته کړه: «روسيه په سيمه کي تر ټولو غوره همکار دئ، دوی بايد په افغانستان کي پانگونه وکړي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت کرزي تر څرگندونو دمخه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جون ۱۴مه) د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف ويلي ول، چي روسيه تياره ده د وسلو د ورکړي په برخه کي د افغانستان غوښتني ته مثبت جواب ورکړي، خو د وسلو ورکړه به د سوداگرۍ په چوکاټ کي وي.