1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او برلین د کډوالو د بیرته ستنولو ګډه اعلامیه لاسلیک کړه

۱۳۹۵ مهر ۱۴, چهارشنبه

د «آلمان په افغانستان کې» پاڼې خبرې ورکړی چې د افغانستان د کډوالو وزارت مرستیالې ډاکټرې عالمې او په افغانستان کې د آلمان سفیر والتر هسمن، له آلمان څخه د کډوالو د بیرته ستنولو په برخه کې د همکارۍ یوه اعلامیه لاسلیک کړې.

https://p.dw.com/p/2QsgB
Deutschland Abschiebung der Flüchtlinge nach Kosovo und Albanien vom Flughafen München
انځور: Reuters/M. Rehle

د اعلامیې له مخې چې د اکتوبر په دویمه نیټه په کابل کې لاسلیک شوې ده، هغه کسان چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنلیک یې نه دی منل شوی، بیرته افغانستان ته استول کیږي او په ټولنه کې د هغوی له بیا ادغام سره مرسته کیږي.

د رامنځ ته شوي موافقې له مخې به افغانان په چارتر الوتکو کې له آلمان څخه افغانستان ته ولیږدول شوي. په هرې الوتکې کې د ۵۰ کډوالو سرحد ټاکل شوی دی. ویل شوي دي چې که کوم افغان کډوال پاسپورت و نه لري نو هغه ته  به د اروپا د اتحادیې «Laissez-passer» یا «د عودت پاڼه» ورکړ شي ترڅو بیرته خپل هیواد ته ستون شي.

په افغانستان کې د آلمان سفیر ویلي دي: «د ټولو ۱۸۰۰۰۰ افغانانو د پناه غوښتنلیکونه به په عادلانه او انفرادي توګه وڅیړل شي. په داسې حال کې چې د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر یې ښايي د ژنیو د منشور له مخې په آلمان کې محافظت ترلاسه کړي، خو یو شمیر نور به بیا رد شي.»

آلماني سفیر روښانه کړې ده چې دغه ګډه اعلامیه به افغانستان ته د هغو افغان کډوالو د ستنیدو بهیر آسانه کړي چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنلیک  یې نه دی منل شوی. هغه ویلي دي: «دغه اعلامیه به د دویمې ډلې [رد شویو کډوالو) د منظمه او باعزته ستنیدو سره مرسته وکړي.»

د آلمان سفیر ټینګار کړی دی چې په خپله خوښه ستنیدونکو کډوالو ته د بیا ادغام مرستې هم ورکولې کیږي. هغه د افغانستان د بیارغونې له بهیر سره د خپل هیواد پر ژمنتیا باندې یو ځل بیا ټینګار کړی دی.

یوازې په ۲۰۱۵ کال کې آلمان تر ۱۰۰۰۰۰ ډیر افغان کډوال ورسیدل. آلماني چارواکو تل ټینګار کړی دی چې دغه ټول کډوال په دې هیواد کې د منل کیدو چانس نه لري او باید په افغانستان کې «امنو» سیمو ته ولیږدول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب