1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: سیلابونو لږ تر لږه ۳۷ کسان ووژل

۱۳۹۱ تیر ۳, شنبه

افغان سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې سیلابونو د افغانستان په شمال کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژلي دي. د چارواکو په خبره سیلاب ځپلي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15KJz
انځور: DW

د بدخشان ولایت ویاند عبدالمعروف راسخ، د شنبې په ورځ وویل چې په دې ولایت کې په تیرو څلورو ورځو کې سخت بارانونه شوي دي چې په پایله کې ئې د بدخشان ولایت په څلورو ولسوالیو کې سیلابونه راغلي دي.

راسخ ویلي دي چې د جمعې په شپه د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې دغه ولسوالۍ د نورو په پرتله ډیره زیانمنه شوې ده.

چارواکي وایي چې په بدخشان کې اوس په لسگونو کورنه له منځه تللي دي. هغوی زیاتوي چې سیلابونو همداراز په زرگونو هکتاره ځمکه هم له منځه وړې ده.

د بدخشان ولایت چارواکي زیاتوي چې د سیلاب ځپلو سیمو اوسیدونکي په عاجل ډول مرستو ته اړتیا لري. تر دې مخکې د افغانستان په یوه بل شمالي ولایت سرپل کې هم سیلابونو ډیر کسان وژلي او د هغوی کورونه ئې ویجاړ کړي ول.

په همدې حال کې د غور ولایت ویاند عبدالحی خاتبي، د شنبې په ورځ وویل چې د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۲۴ کسان د سیلابونو له کبله وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده:

«ډیر کورونه ویجاړ شوي دي. د خلکو ډیر ژوي او له منځه تللي دي. اوس هم د لا ډیر باران امکان شته.»

ننگرهار کې چاودنه وشوه

په یوې جلا پېښې کې د جلال آباد په ښار کې یوې چاودنې دوه کسان وژلي دي. چاودنه د شنبې په ورځ د سندرو د کسټونو د پلورلو په یوه دوکان کې رامنځ ته شوې ده. په پېښه کې د دوکان صاحب او د هغه یو مشتري وژل شوی دئ او دوه نور کسان تپیان دي.

د ننگرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزي، ویلي دي: «په چاودنه کې دوکاندار او د هغه یو مشتري وژل شوي دي. په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.»

په همدې حال کې د فاریاب په ولایت کې هم وسلوالو کسانو د جمعې په شپه پر یوه کور باندې برید کړی دئ او د کورنۍ پنځه غړي ئې وژلي دي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض