1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان سږ کال تر ټولو د يوې سختي څپې شاهد دی

۱۳۸۷ آذر ۶, چهارشنبه

د نړيوالي امنيتي مرستندوی ځواک آيساف لوي درستيز د افغانستان روان حالت ډير ناخوال بللی او په يوه مرکه کې دا منلې چي وضعه ښه نه بلکي د خرابيدو خواته روانه ده

https://p.dw.com/p/G2TP
په هلمند کي بريتانوي ځواکونه د پوځي عملياتو په حال کي
په هلمند کي بريتانوي ځواکونه د پوځي عملياتو په حال کيانځور: picture-alliance/ dpa

د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک، آيساف، لوي درستيز، جنرال Hans

Lothar Domröse که څه هم د دې هيواد په ځينو سيمو کي د پرمختګ خبري کوي، خو په عمومي توګه د افغانستان وضعيت ډير ناخوال بولي. د آلمان د تلويزوني شبکي ، ARD د جنوبي آسيا له راډيويي ستديو سره په مرکه کي هغه وويل:«هو! ښکاره ده چي په ټول هيواد کي ناکراري ده، داسي ويل کيږي، مخکي له دي چي وضعه ښه شي،هغه بدورګي کيږي. هو موږلاس وروړ ، د غومبسي ځالي ته مو لاس وروړ، اوس نو بايد وليدل شي چي خبره چيرته رسيږي .»

آيا د دې خبري مانا دا ده چي د آيساف فعاليتونو پاڅون کونکي ولسمول، د افغانستان په شمال کي هم ،چي د آلمان د پوځ د سيمه ايزي قومانداني مسووليت په غاړه لري. خو په جنوب کي زياتو سرتيرو ته اړتيا ليدله کيږي. د ناټوعمومي قوماندان، امريکايي جنرال، Bantz Craddock همدا تيره ورځ له شل زور نورو سرتيرو سره د آيساف د ځواک د غښتل کيدو غوښتنه وکړه. دا په ټولنيزه توګه څه ناڅه څلور لېواوي کيږي، تراوسه پوري يوازي امريکايانو موافقه کړې چي يوه ليوا به هغوي چمتو کړي.

په افغانستان کي د سرتيرو د شمير له لحاظه آلمان دريم هيواد دي، په داسي حال کي چي په تيره مياشت کي د هغه هيواد پارلمان پريکړه وکړه چي دغه شمير کيداي شي چي تر 4500 پوري لوړ شي، پوښتنه دا ده چي آيا ناټو به له آلمان څخه د نورو سرتيرو غوښتنه وکړي؟ د آيساف لوی درستيز، جنرال Domröse د دې پوښتني په ځواب کي وايي چي نه! آلمان دي د داسي يو غوښتني احساس نه کوي:« ښايي له آلمان او له يو شمير نورو هيوادونو څخه غوښتنه وشي چي کولاي شي لږ څه نوري پيسي هم ورکړي،يا کولاي شي چي د پوليسو د روزني لپاره زيات څه وکړي،کولاي شي چي په اداري برخو کي روزني په غاړه واخلي، په خاصه توګه د افغانستان د ملي پوځ په روزنه کي، د داسي غوښتني په وړاندي، کيداي شي چي سړي په آلمان کي عسکر هوسا وويني».

افغان ملي اردو
افغان ملي اردوانځور: AP

جنرال Domröse د افغانستان د ملي پوځ جوړول خورا مهم ګني. تر 2010 کال پوري بايد د هغه شمير تر 120 زرو پوري ورسيږي.«دا خورا يو ستر زيار دي، هغه به له نورو يعني بهرنيو ځواکونو څخه پيټي واخلي، هو دا کار يواځي هغه وخت ممکن دی چي د آيساف هيوادونه، نور روزنکي واستوي، او دا يوه ستره انديښنه ده،چي آيا مونږ کولاي شوو چي روزنکي ومومو،حساب د ميز پر سر ايښي دي.»

ويل شوي دي چي 22 تيمونو ته چي په هر يوه کي يي 20 روزنکي موجود وي، اړتيا ده، جنرال Domröse د پاکستان په هکله خوشبين دي: د هغه د ارزوني له مخي د آيساف او د پاکستان د پوځيانو تر مينځ همکاري ښه شوي ده. هغه وايي: اوس پاکستاني پوځ د طالبانو پر خلاف په کلکو اقداماتو لاس پوري کړي دی. د نوموړي جنرال په نظر ښايي هغه وخت هم راشي چي نور ياغيان پناه ځاي ونه لري.

خو د آيساف لوی درستيز دا هم وايي چي په افغانستان کي د امن ټينګښت اقتصادي پراختيا او هغه يو حکومت ته اړتيا ده چي د کار کولو کفايت او ظرفيت ولري. د دې نظرپه هکله چي ګواکي د طالبانو يوه برخه د سولي په پروسه کي ګده کړاي شي، د آيساف د لوي درستيز تبصره دا ده چي:«مونږ تل ويلي دي چي له پوځي لحاظه مونږ باندي څوک لاس برتوب ميندلاي نه شي، خو مونږ ته به هم ډيره ګرانه وي چي دلته برياليتوب ته ورسيږو، له ټولو څخه مهمه دا چي، څرنګه چي Clausewitz پخوا ويلي دي، دا د سياست خبره ده او دا دلته هم صدق کوي، دا د افغانانو خپله تصميم دي. هغوي بايد خپله د سولي يوي موافقي ته ورسيږي، د دي لپاره خبري اتري په کار دي ، سړي بايد يو چا سره خبر ي وکړي تر څو د ټکولو او وژلو لړي ته خاتمه ورکړاي شي.»