1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کډوالو ډله ییز راتگ ته چمتووالی نه لرو»

حسین سیرت۱۳۹۳ اسفند ۱۳, چهارشنبه

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو زورول ادامه لري، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې په هیڅ وجه په ډله ییز توگه د کډوالو راتگ ته چمتو نه دي. دغه وزارت د کډوالو په ډله ییز توگه ایستل ناورین بولي.

https://p.dw.com/p/1Ekyi
انځور: Reuters/F. Aziz

اوسمهال دوه میلیونه او ۶۰۰ زره کډوال په پاکستان کې اوسیږي. د پیښور پر یوه ښوونځي باندې د ترهگرو تر يرغل وروسته پر افغان کډوال باندې فشار زیات شوی دی. په دغه برید کې نزدې یو نیم سل زده کوونکي ووژل شول. دغه یرغل پاکستان ته ټکان ورکړ او د دغه هیواد چارواکو د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د جدي پریکړو تصمیم ونیو.

د پاکستاني چارواکو په وینا له کډوالو څخه او په ځانگړې توگه له کمپونو څخه ترهگر خپلو لیکو ته کسان جذبوي. په همدې دلیل هغه افغانان چې په کمپونو کې یې ژوند کوي زورول کیږي. د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ارقامو له مخې د روان میلادي کال له پيل راهیسي تر اوسه ۳۷ زره کورنیو پاکستان پریښی دی او افغانستان ته راغلي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په راتلونکو ورځو کې له افغانستان څخه پاکستان ته یو هیئت ځي او په وینا یې په تدریجي توگه یې د کډوالو د بیرته راستنیدو له پاره د ټولو مهاجرینو ثبتول لومړۍ غوښتنه ده: «د افغانستان د دولت لومړی وړانديز به دا وي، چې د پاکستان په څلورو ایالتونو کې د غیر قانوني کډوالو د ثبت پروسه پیل شي، چې شا او خوا شپږ میاشتې وخت به ونیسي. تر څو معلومه شي چې بې له اسنادو څومره افغانان په دغه هیواد کې حضور لري.»

د کډوالو چارو وزارت وایي چې د غیر قانوني کډوالو تر راجستر کولو وروسته به دې ته چمتو وي چې په تدریجي توگه د کډوالو بیرته راستنیدو ته آمادگي ولري. د ښاغلي جرأت په وینا فعلا افغانستان په هیڅ وجه د کډوالو بیرته راتگ ته چمتووالی نه لري: «په اوسني وخت کې د اخراج شوو افغانانو راتگ ته او هغه هم په ډله ییزه توگه هیڅ ډول چمتووالی وجود نه لري. ملي او نړیوالو نهادونو چې د ۲۰۱۵م کال له پاره کومه بودجه جوړه کړې ده، د دغسې یوې موضوع وړاندوینه په کې نه ده شوې.»

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په وینا د سږني میلادي کال د پیل راهیسې ۳۷ زره کورنۍ له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي دي
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په وینا د سږني میلادي کال د پیل راهیسې ۳۷ زره کورنۍ له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي ديانځور: Reuters/F. Aziz

د نوو استوگنځایونه ستونزه

د افغانستان دولت په ۲۰۰۲م کال کې له گاونډیو هیوادونو څخه د زرونو کډوالو د بیرته راستنیدو سره تصمیم ونیو چې کډوال په هغو ځایونو کې میشت کړي چې د کډوالۍ تر مخه یې په کې ژوند کاوه. خو دغه اقدام بریالی نه وو، ځکه چې د کډوالو زیاترې برخه د کډوالۍ پر مهال په ښارونو کې ژوند کړی وو او د ښاري ژوند له آسانتیاوو سره آشنا شوي وو.

په همدې دلیل ډیری کډوال خپلو کلیو او بانډو ته د ستنیدو پر ځای، د پلازمېنې کابل په شمول ښارونو ته مخه کړه. تر هغې وروسته د کډوالو چارو وزارت پریکړه وکړه چې د ښارونو په اطرافو کې د کډوالو له پاره ښارگوټي جوړ کړي. خو دغه ښارگوټي هم د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو جوگه نه ول.

بیرته راستانه شوي کډوال چې به په دغو ښارگوټو کې ځای پر ځای کیدل، بازار ته به یې لاسرسی نه لاره، د هغوی له پاره روغتیايي مرکزونه نه ول او آن په ځینو ښارگوټو کې ماشومان ښوونځیو ته له تگ څخه محرومه ول.

په همدې دلیل یو شمیر خلک له دغو ښارگوټو څخه وکوچیدل. د ښاغلي جرأت په وینا په ۲۰۱۱م کال کې د افغانستان پالیسۍ هم تغیر کړی دی او داسې وټاکل شوه چې د بیرته راستنیدونکو په خپله خوښه، هر ځای کې چې وغواړي ځای پر ځای کیږي: «هغه ځای چې دوی [بیرته راستنیدونکي] د خپل ژوند کولو له پاره انتخاب کړي، د ژوندانه ټولي آسانتیاوې ورته برابریږي. په همدې ترتیب د ۱۸ ولایتونو په ۴۸ نقطو کې د هغوی له پاره خدمات ونیول شول، څو هغوی بیرته راستانه شي.»

د کډوالو چارو وازرت ۶۰ ځایونه د کډوالو له پاره د ښارگوټو په توگه په نظر کې نیولي دي، چې له هغې جملې څخه یې یوازي ۲۸ فعاله دي او بیرته راستنیدونکي کډوال په هغه کې ژوند کوي. په پام کې ده چې دغه پالیسي تر ۲۰۱۷م کال کې د افغان حکومت او مرسته کوونکو بنسټونو له لوري تطبیق شي.

په ښارونو کې میشتېدو، دا انديښنه پيدا کړې ده چې کلي به له اوسیدونکي څخه خالي شي او کلیوال اقتصاد به مخ پر ځوړه شي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې ده چې د دغسې یوه وضعیت د مخنیوي هڅه کوي، څو په کلیو او بانډو کې د ژوندانه امکانات برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د برق او روغتیايي مرکزونو نشتوالی او همداشان له بازار څخه لیريوالی د دې سبب شوی دی چې له کليوالي ژوندانه څخه خلک زړه مات شي.