1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغان کرکټ لوبډله د نړۍ ۱۱ غوره لوبغاړو پروړاندې لوبیږي

۱۳۹۶ تیر ۱۹, دوشنبه

روان کال د افغانستان د کرکټ له پاره د لاسته راوړنو ډک کال بلل کیږي. د هندوستان په پریمیر لیګ کې د افغان لوبغاړو له لوبیدو نه نیولې تر بشپړ غړیتوب مقام پورې هغه څه دي چې د دې لوبې مینه وال یې ډیر خوشاله کړي.

https://p.dw.com/p/2gHxM
Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

اوس افغانستان د لومړي ځل له پاره د انګلستان په لارډز لوبغالي کې د نړۍ د غوره ۱۱ لوبغاړو پروړاندې لوبې ته چمتووالی نیسي. ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د ام. سي. سي پر وړاندې چې کپتانیې یې د نیوزیلنډ پخوانی کپتان بریند میکلم په غاړه لري، د لوبې ډګر ته کوزه شي. دغه ۵۰ اوریزه یوه ورځنۍ لوبه د جولای میاشتې په ۱۱ نیټه په انګلستان کې د کرکټ په کور یعنې لارډز لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې په دې هکله وویل: «زموږ ملي لوبډله به د ام. سي. سي پروړاندې ولوبیږي کومه چې د نړۍ د غوره لوبغاړو څخه جوړه شوې. دا چې موږ د دوی پروړاندې د لومړي ځل له پاره لوبیږو نو زموږ د لوبډلې دا ستره تجربه او د ویاړ خبره ده.»

د افغانستان په لوبډله کې محمد نبي او راشد خان چې دواړه په آی. پي. ایل یا د هندوستان په پریمیر لیګ سیالیو کې هم ښه ځلیدلې لوبه کوي. په لوبډله کې د اصغر ستانکزي په مشری، نور علی ځدراڼ، جاوید احمدي، ناصر جمال، سمیع الله شینواری، افسر ځاځی، شفیق الله شفق، رحمت شاه، ګلبدین نائب، دولت ځډراڼ، شاپور ځدراڼ او فرید ملک شامل دي.

د تیرې جون په میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا په عمومي ناسته کې چې په لندن کې ترسره شوه، دې شورا افغانستان او آیرلنډ ته د بشپړ غړیتوب امتیاز ورکړ. په دې کار سره دوی ته د ټیسټ لوبو امتیاز هم ورکړل شو کوم چې د کرکټ اوږده بڼه ده.