«د کانونو پر څو میلیاردي تړونونو کار روان دی»
۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعهد افغانستان د کانو او صنایعو وزیر وحیدالله شهرانی، چې اوس برلین ته د طبیعی زیرمو په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د گډون په موخه راغلی دی وایي چې دغه تړونونه به د هند، عربو متحده اماراتو، امریکا متحده ایالاتو، کانادا، بریتانیا، پولند او ترکیی له پانګه والو سره وشی.
شهرانسې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «زه باور لرم چې موږ به له شپږو څخه تر اتو راروانو اونیو کې د کانونو په برخه له پنځو څخه تر شپږو پورې لوی تړونونه بشپړ کړو.
د دغه افغان چارواکي په خبره په ټولیزه توګه به د دغو تړونونو مالي ارزښت له ۱۵ څخه تر ۲۰ میلیاردو یورو پورې وي. د افغانستان د طبیعي زیرمو مالي ارزښت دری بلیونه یا دری زره ملیارده ډالر اټکل شوی دی. خو شهراني وایي چې د دغو زیرمو اصلي ارزښت تر دې هم لوړ دی. افغانستان د نفتو او سکرو پر زیرمو سربیره د مسو او لیتیوم لویې زیرمې لري.
شهراني روښانه کړه چې تر اوسه پورې یوازې چین د افغانستان د طبیعي زیرمو له استخراج سره لیوالتیا ښوولې ده. د آلمان په شمول نور لویدیځ هیوادونه په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله د نوموړي هیواد د طبیعی زیرمو له استخراج سره ډیره لیوالتیا نه ښيي.
د کانونو د استخراج په برخه کې له آلمان څخه د مرستې غوښتنه
شهراني د کانونو په اړه د برلین په نړیوال کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې آلمان له افغانستان سره د طبیعی زیرمو په استخراج کې د خپلو تجربو او تخنیک له لارې مرسته وکړي. هغه وویل: «آلمان په نړۍ کې د خامو معدني موادو یو له لویو مصرفوونکو هیوادونو څخه دی. له بلې خوا آلمان د کانونو د استخراج د ښې تکنالوژی د تولیدونکو هیوادونو له ډلې څخه هم دی. موږ غواړو له دغو دواړو موضوعگانو څخه گټه پورته کړو.»
اوس مهال د افغان حکومت د بودجې ډیره برخه د بهرنیو مرستو له لارې تمویلیږي. خو دغه هیواد غواړي په راتلونکو لسو کلونو کې د خپلو کانونو د کیندلو له لارې د کورنیو عایداتو کچه لوړه کړي او له مالي لحاظه پر خپلو پښو باندې د دریدو په لور روان شي.
دا په داسې حال کې ده چې د یو شمیر کارپوهانو په اند دغه بهیر له څو لویو ستونزو سره مخامخ دی. د کانونو د کیندلو پر وړاندې تر ټولو لویه او اساسي ستونزه په افغانستان کې د امنیت نه شتون دی چې له کبله يې ډیر شمیر هیوادونه په دې برخه کې له پانگونې څخه ډډه کوي. پر دې سربیره اداري فساد او د لازمې مسلکي کاري قوې نه شتون هغه دوه نورې لویې ستونزې دي چې کارپوهان یې د افغانستان د کانونو د استخراج د بهیر پر وړاندې ویني.