1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د ښځو له پاره تر ټولو خطرناکه هيواد دی

۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبه

د «تامسن رويټرز» بنسټيزي ادارې د چهارشنبې په ورځ ويلي چي د ښځو په وړاندي د زور زياتيو پيښو، د درملني غمجن حالت او بې رحمانه فقر او بې وزلي افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولولو خطرناک هيواد ګرځولی.

https://p.dw.com/p/11amw
يوه افغانه مېرمن
يوه افغانه مېرمنانځور: Reza Shirmohammdi

د کانګو هيواد په لږ څه تفاوت سره پر ښځو د وحشتناک جنسي تيري له امله په دغه قطار کي دوهم ځای لري. د کانګو په هيواد کي هر کال تر 400 سوه زره ښځي د جنسي قرباني ښکار کيږي. نو له هم دې امله ملګري ملتونو دغه هيواد د « نړۍ د جنسي تيري د پلازمېني» په نوم نومولی.

د دغه نظر پوښتني پر اساس پاکستان، هندوستان او سوماليه په ترتيب سره د نړۍ د نورو خطرناکو هيوادونو په شمير کي راځي. د خطر په دغه نړيواله سنجونه کي د داخلي تيري څخه نيولي د نجونو اسقاط حمل، د ښځو په وړاندي اقتصادي توپير، د ښځو د ختنې او د تيزاب شيندلو پيښي پکښي رانغښتل سوي دي.

انتونيلا نوتاري څوک چي « د ښځو په حالت کي د بدلون راوستني» د يوې ټولني مشره ده وايي « په روان کړکيچ کي د ناټو هوايي بمباريو او کلتوري مراسمو په ګډه، افغانستان د ښځو له پاره په يو خطرناک هيواد اړولی.» هغه همدا راز وايي « پردې سربيره کله چي ښځي په ټولنه کي خبري وکړي او يا په ټولنه کي کوم رول ولوبوي د جنسيت له لحاظه د ننګونو سره مخامخ کيږي، که چيري دوی په پوليس يا د خبريالي په توګه دنده تر سره کړي نو دوی د خطر سره مخامخ کيږي او يا هم وژل کيږي.»

په واشنګټن کي د « جنسي تيري» د سازمان غړي اليزابت روش وايي: « زه فکر کوم چي تاسو مجبور يي چي د ښځو په وړاندي ټولو خطرونو ته متوجي سي. ټولو هغه خطرونو ته چي ښځي او نجوني ورسره مخامخ دي.»

هغه په دې اړه وايي:« که چيري يوه ښځه په دې ونه توانيږي چي صحي خدماتو ته لاس رسی پيدا کړي، ځکه صحي خدمات په لومړيتوبونو کي نه راځي دا خپله يو ډير خطرناک حالت دي.»

په عيني وخت کي افغانستان کي زيږدني په وخت د مور او د ماشوم د مرګ ډيره لوړه کچه لري. د يونيسف د يو راپور پر اساس په هر 100 زره ولادتونو کي 1400 ميندي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په نړۍ کي د زيږدني پر وخت چي ډيرو ميندو ژوند له لاسه ورکړي د افغانستان د بدخشان منطقه ياديږي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي:نجيب الله زيارمل