1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د پنتاگون د پریکړې هرکلی وکړ

۱۳۹۱ مهر ۴, سه‌شنبه

افغانستان د سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د هغې پریکړې هرکلی وکړ چې له مخې ئې هغه دوه تنه امریکايي سرتیري محاکمه کیږي، چې په افغانستان کې ئې د طالبانو مړو ته سپکاوی کړی وو او بیا ئې د هغوی له مړو سره انځورونه اخیستي وو.

https://p.dw.com/p/16DbV
انځور: Getty Images

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی دئ چې جوزف کمبلن او ادوارد دیپتولا، به د پوځي محکمې مخې ته ځواب ووایي. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ویلي دي: «موږ د متحده ایالاتو د دغې پریکړې چې غواړي دا سمندري عسکر محاکمه کړي، هر کلی کوو. موږ غواړو ټول هغه کسان محاکمه شي چې دغه شان ناوړه اعمال ئې تر سره کړي دي.»

جنجال هغه وخت پیل شو چې د روان کال په جنوري میاشت کې په انترنت کې یوه ویدیو خپره شوه چې په کې څلور تنه امریکایي سرتیري ښوول شوي ول چې د طالبانو مړو ته ئې سپکاوی کاوه. په ویدیو کې د دغو څلورو تنو سرتیرو له ډلې څخه یو تن ئې د طالبانو مړو ته خطاب وایي: «ښه روځ ولرې ملگريه!»

دغه ویدیو په ۲۰۱۱ کال کې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي دي چې د دغو امریکايي سمندري سرتيرو محاکمه کول یو سمبولیک عمل دئ.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې پر دغو سرتیرو باندې د دندې پر وخت مړو ته سپکاوي او بیا له هغوی سره د انځورونو د اخیستولو تورونه لگول شوي دي. د دې ویدیو تر خپریدو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو پر پوځ باندې سختې نیوکې وشوې. د ویدیو تر خپریدو وروسته د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو وویل چې په ویدیو کې ښوول شوي کسان به وپیژندل شي او ورسره به قانوني چلند وشي.

د دغو دواړو امریکايي سرتیرو د محاکمه کولو پریکړه په داسې حال کې اعلانیږي، چې په ډیر شمیر اسلامي هیوادونو کې د امریکا ضد مظاهرې شوې دي. دغه مظاهرې د هغه فلم پر ضد شوي دي چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی دئ.

کله چې د طالبانو مړو ته د امریکايي ځواکونو له خوا د سپکاوي ویدیو په انترنت کې خپره شوه، نو په افغانستان کې هم د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه ډکې پېښې رامنځ ته شوې. یوه افغان سرتیري چې د روان کال په جنوري میاشت کې ئې څلور تنه فرانسوي سرتیري ووژل، ویلي وو چې دا کار ئې د امریکايي سرتیرو له خوا د طالبانو مړو ته د سپکاوي له کبله کړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل