افغانستان د پاکستان څخه د تشو وعدو پرځای د عمل غوښتنه کړې
۱۳۹۰ آبان ۱۰, سهشنبهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، جاويد لودين، چي له افغان پلاوي سره يې ترکيي ته سفر کړي دي وويل، چي افغانستان او پاکستان دواړه د کلونو را په دېخوا په دي هڅه کي دي ترڅو په خپل منځ کي د اعتماد فضا رامنځ ته کړي خو د هغه په حواله په دغي برخه کي په عمل کي کوم پرمختک نه دي سوی.
«موږ اوس دې نتيجې ته رسېدلي يو چي د تشو وعدو پر ځای عمل وکړو. اوس موږ بايد هغه کارونه وکړو، چي زموږ امنيتي انديښنو ته ځواب ووايي.»
افغانستان د پاکستان پر استخباراتي شبکې تور لګوي، چي په افغانستان کي له ياغيانو څخه ملاتړکوي.
لودين وايي د ياغيانو په وړاندي د پاکستان مبارزه يوازي د افغانستان د امنيت په ګټه نه، بلکي د پاکستان د امنيتي وضعي د ښه کېدو سبب هم کيږي.
«موږ پاکستان ته دغه پيغام راوړی، چي دغه هيواد که د ياغيانو پرضد جګړه کوي دا يوازي د افغانستان په ګټه نه، بلکي د پاکستان په ګټه هم ده، چي اوس د تروريزم قرباني دی.»
د نن ورځي په خبرو اترو کي د طالبانو سره د سولي پر خبرو هم ټينګار سوی دی.
پاکستان د ترکيې د وروستۍ غونډي په اړه کوم نظر نه دی ورکړی. يوازي د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير وويل چي دغه خبري «ډيرښې» وې.
خو د دغه هيواد د ځواکونو مشر، اشفاق کياني، چي په استانبول کي يې د افغانستان د لوی درستيز جنرال شير محمد کريمي، او ترکيې د پوځونو له مشر سره غونډي درلودې د خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.
لودين ويلي دي، چي افغان حکومت د پاکستان څخه غوښتي دي، چي د حقاني ډلي پر ضد هم پياوړي گامونه واخلي. پاکستان تل د حقاني د ملاتړ خبره ردوي او وايي، چي دغه هيواد ځکه د دغي ډلي پرضد عمليات نه تر سره کوي، چي پوځ يې په نورو برخو کي په عملياتو بوخت دی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرو وروسته به د چهار شنبې په ورځ په ترکيه کي يو سيمه ييز کنفرانس جوړ سي.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل