1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د عمومي عزا اعلان کړی دی

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ شهریور ۳۱, یکشنبه

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي دي چې د میزان میاشتې پر اتمه نیټه به په ټول افغانستان کې د هغو۵۰۰۰ کسانو د فاتحې مراسم ترسره شي چې د کمونیستي نظام د استخباراتي سازمان یا اگسا له خوا وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/19lvg
انځور: DW

پلان شوې ده چې په دغه ورځ به د افغانستان بیرغ نیم څونړند وي. افغان حکومت پریکړه کړې ده چې د دغو کسانو په یادون به د کابل په پلچرخي سیمه کې یو مسجد جوړ کړي.

د دغو قربانیانو ډیر شمیر یې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸مو کلونو کې د کابل په پلچرخي سیمه کې په بیلابیل ډولونو اعدام شوي ول.
تر دې مخکې د هالند حکومت په افغانستان کې د ۵۰۰۰ وژل شویو کسانون نومونه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون او همداراز د «۸صبح» ورځپاڼې ته وسپارل.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې ده چې پکې راغلي دي: «د ولسمشر کرزي په مشري له جهادي رهبرانو او سیاسي شخصیتونو سره یوه مشورتي غونډه وشوه. په دې غونډه کې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې د اگسا یا کمونستي رژیم د استخباراتي سازمان له خوا د ۵۰۰۰ وژل شویو کسانو د نومونو د خپریدو په اړه مشورې وشوې.»

د دغې اعلامیې له مخې به د میزان میاشتې پر اتمه نیټه په ټول افغانستان کې د ماتم مراسم ترسره شي. په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «تر هر اړخیزو څیړنو وروسته پریکړه وشوه چې د روان کال د میزان میاشتې پر اتمه نیټه په ټول افغانستان کې د پیژندل شویو او ناپیژندل شویو شهیدانو د فاتحې مراسم ترسره شي. په عین حل کې به د افغانستان بیرغ په ټول هیواد کې د دوو ورځو له پاره نیم ځوړند وي.»

په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې مارشال محمد قسیم فهیم، صبغت الله مجددي، کریم خلیلي، الحاج فصل هادی مسلم یار، صلاح الدین رباني، هدایت امین ارسلا، نعمت الله شهراني، گلرحمن قاضي، مولوي قیام الدین کشاف، محمد اسماعیل خان، عبدالهادي ارغندیوال، ستر جنرال عبدالرحیم وردگ، محمد محقق، وحید الله سباوون، محمد اکبري او ضرار احمد مقبل حضور لاره.

د دغو ۵۰۰۰ اعدام شویو کسانو نومونه هغه وخت تر لاسه شول چې د اگسا سازمان یوه پخواني کارکوونکي د خپلې پنا غوښتني د منلو له پاره دغه نوملړ د هالند حکومت ته سپارلی وو.

د هالند حکومت د دغو اسنادو د ریښتنوالي د معلومولو له پاره د هغه وخت له قربانیانو سره مرکې هم کړې دي. د خپور شوي لیست پر اساس د اعدام شویو کسانو په جرمونو کې اخواني، شعله یی، مایوییست، خمینیست او د انقلاب ضد کسان ښوول شوي دي.