افغانستان د علماوو غونډه په سعودي کي رابولي
۱۳۹۱ اسفند ۱۰, پنجشنبهافغان دولت له دغي غونډي تمه لري چې د علماوو له خولې د ځانمرګو بریدونو د ممنوعیت او همدا راز د طالبانو د رواني جګړې پر ضد فتواوي صادري کړي.
د افغانستان د سولي عالي شورا د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر اسماعیل قاسم یار نن پنجشنبه (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۲۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اسلامي ملکونو د همکارۍ شورا او همدا راز اسلامي کنفرانس له دوی سره د دغي غونډي د جوړولو د مرستي ژمنه کړې ده:
«په غالب ګومان به دا غونډه په سعودي کې جوړه شي، لوی علمان او مفتیان به برخه پکې ولري، د اسلامي تعاون سازمان او د اسلامي نړۍ د اړیکو سازمان او همدا راز نورو اسلامي سازمانو زموږ سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.»
افغانستان څو واري هڅه کړې ده چې د ځانمرګو بریدونو او د خپل نظام پر ضد د یاغیانو د يرغلونو د مخنيوي له پاره له نړیوالو اسلامي عالمانو او دیني مشرانو ګټه واخلي.
خو څه موده دمخه د پاکستان عالمانو یو وار بیا د افغان دولت دغه غوښتنه و نه منله. د پاکستاني د علماوو مشر په يوه ليک کې هغه غونډه چې په کابل کې جوړیدونکې وه تحریم کړه.
د سیاسي چارو افغان شنونکی فضل الرحمان اوریا وایي، که چیري په سعودي عربستان کې د افغان دولت په بلنه د مفتیانو او مخکښو ملايانو غونډه جوړیږي نو د حکومت هڅه به دا وي، چي پر پاکستان فشار راوړي، چي افغانسان ته د ترهګرو له استولو لاس واخلي ځکه د پاکستان د مذهبي ډلو مشران پر طالبانو ډېره اغېزه لري:
«د حامد کرزي هیله دا ده چې سعودي د افغانستان او پاکستان تر منځ منځګړیتوب وکړي او سعودي او هغه عالمان چې هلته را ټولیدونکي دي د پاکستان پر مذهبي مخورو فشار راوړي، چي طالبان له دوي سره خبرو اترو ته حاضر کړي.»
له بلي خوا د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی عصمت الله غلجی بیا په دې اند دی چې اسلامي نړۍ هم له هغو ترهګرو او بې ثباتۍ چې په افغانستان کې دي، سخته کړیږي نو ځکه باید يوه گډه حل لاره ورته وموندل شي. د هغه په خبره دا کار د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو له سلامشورو او مرستي پرته ناشونی دی.
تر اوسه نه ده څرګنده چې د اسلامي نړۍ د علماوو او دیني عالمانو دغه غونډه به څه وخت جوړیږي. خو د افغانستان د عالمانو شورا وایي چي دوی به بیا هم پاکستاني مذهبي مشرانو ته پکې د ګډون بلنه ورکړي.