1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د شمالي کوریا اتومې آزموینې وغندلې

مسعود جهش۱۳۹۵ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

افغانستان له شمالي کوریا څخه غوښتي دي چې خپلې اتومي آزموینې ودروي. افغان حکومت دغه کار د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو خلاف بللی دی او ټینګار یې ګړي چې نړیوالې شخړې دې د خبرو اترو له لارې حل شي.

https://p.dw.com/p/1K5HQ
Nordkorea Raketentest undatierte Aufnahme
انځور: picture-alliance/dpa/Korea News Service

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خپره شوې اعلامیه کې پر شمالي کوریا باندې غږ ګړی دی چې په راتلونکې کې دغه ډول آزموینې تر سره نه کړي.

په اعلامیه کې راغلي دي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت د شمالي کوریا له خوا وروستۍ هسته يي آزموینې چې د سپتمبر پر نهمه نیټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو خلاف ترسره شوي دي، غندي.»

شمالي کوریا د روانې میاشتې پر نهمه نیټه، د ځمکې د هغې غیر عادي لړزې سپیناوی وکړ، چې د دې هیواد او شاوخوا هیوادونو ډیر شمیر اوسیدونکي یې اندیښمن کړی وو. دولتي رسنیو بیا روښانه کړه چې دې هیواد نوې بریالۍ اتومي آزموینه کړې ده.

دغه اقدام د ډیر شمیر هیوادونو، په ځانګړې توګه د سویلي کوریا او امریکا متحده ایالاتو غوسه راپارولې وه.

افغان حکومت هم په اعلامیه کې دغه اقدام غندلی دی او ویلي یې دي: «افغان حکومت په دې باور دی چې دغه دول اقدامات د نړیوالو ترینګلتیاو او د وسلو په برخه کې د غیر سالمې سیالۍ رامنځ ته کیدو لامل کیږي.»

افغان حکومت په اعلامیه کې ټینګار کړی دی چې په نړۍ کې د عام وژنې وسلو د پراختیا خلاف دی او له دې کبله یې غوښتي دي چې شمالي کوریا دې د دغه ډول آزموینو پر ځای د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.