1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د سویلي اسیا د فوټبال د سیالیو اتل شو

مسعود جهش۱۳۹۲ شهریور ۲۰, چهارشنبه

افغانستان د هندوستان پر وړاندې د سویلي اسیا د هیوادونو د جام په پای لوبه کې برلاسې شو او په دې ترتیب سره د دغه جام اتل شو. افغان لوبډلې په دې لوبه کې په دولسمه او ۶۲مه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل.

https://p.dw.com/p/19g75
Afghanistan gewann am11.09.2013 gegen INDIA 1: 0 Das Spiel fand in Nepal im Rahmen der SAFF Championship statt. Die Bilder haben wir von der Website GoalNepal.com gekauft Copyright: GoalNepal
Afghanistan Indien Saffانځور: GoalNepal

تر دې مخکې افغانستان په ګروپي لوبو کې له بوتان، سریلانکا او نیپال څخه لوبې ګټلې وې او د مالدیو پر وړاندې یې لوبه مساوي شوې وه. هندوستان بیا په خپل ګروپ کې له پاکستان څخه لوبه ګټلې وه، له بنګله دیش سره یې لوبه مساوي شوی وه او نیپال ته یې لوبه بایللې وه.

له دې بریا سره افغانستان د اسیایي جام سیالیو ته یو ګام نور هم نزدې شو. افغانستان په وروستیو اوونیو کې د فوټبال په ډګر کې د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي دي. دغې ډلې تر دې مخکې په یوې نړیوالې لوبې کې په کابل کې د پاکستان ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډلې له پیل څخه د خپل سیالې ډلې پر ګول باندې سخت بریدونه وکړل او په دولسمه دقیقه کې افغان لوبغاړي مصطفی آزاد زوی لومړی ګول وواهه.

د لوبې دویم ګول په ۶۲مه دقیقه کې سنجر احمدي وواهه او په دې ترتیب سره یې د افغانستان بریا تضمین کړه. احمدي د آلمان په هامبورګ ښار کې اوسیږي او د دې ښار د فوټبال په یوه کلب کې لوبیږي. هغه له اووه کلنۍ راهیسې فوټبال کوي.

د سویلي اسیا د هیوادونو په جام کې د افغانستان د اتلولۍ تر شا د نورو لوبغاړو تر څنګ د دغې لوبډلې ګول ساتونکي منصور فقیریار، ډیر پیاوړی نقش ولوباوه. دغه آلمان میشته افغان د سویلي اسیا د هیوادونو جام په نیمه پای لوبه کې له کوربه هیواد نیپال سره په سیالۍ کې دوه وارې په پرله پسې ډول د «پنالتي شوټونه» ونیول او په دې ترتیب سره یې خپله لوبډله پای لوبې ته ورسوله. په پای لوبه کې هم فقیریار د افغانستان له ګول څخه ښه ساتنه وکړه او مخالفې لوبډلې ته یې اجازه ور نه کړه چې هیڅ توب هم د هغه ګول ته ورداخل شي.

د افغانستان او هندوستان تر منځ د پای لوبې د لیدو له پاره ډیر شمیر افغان چارواکي، د پارلمان غړي، سوداګر او ملکي وګړي نیپال ته تللي ول او په ژوندۍ بڼه یې د خپل هیواد لوبغاړي تشویقول.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي یوسف کارګر، تر پایلوبې مخکې ویلي وو چې لوبډلې یې په ۲۰۱۱ کال کې په نوي دهلي کې د هندوستان پر وړاندې څلور د صفر پر وړاندې ماته نه ده هیره کړې. هغه په افغانستان کې له فوټبال سره د خلکو مینې ته په اشاره کولو سره ویلي وو: «په افغانستان کې ټول خلک له فوټبال سره مینه لري او غواړي چې موږ دغه لوبه وګټو.»

افغانستان اوس په نړۍ کې د فوټبال د لوبډلو د رجه بندیو په کتار کې ۱۳۹ ځای لري. ښايي د دغه هیواد له وروستیو بریالیتوبونو سره دغه هیواد د فوټبال په نړیوال ډګر کې نور هم مطرح شي. افغانستان د سویلي اسیا د هیوادونو په جام کې هندوستان ته چې شپږ وارې یې دغه جام ګټلی دی په ماتې ورکولو سره خپله وړتیا په اثبات ورسوله.

که څه هم افغانستان په اسیايي جام کې د لوبیدو له پاره لا اوږده لار په مخ کې لري، خو له دې بریا سره دغه لاره سخته نه ښکاري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب