افغانستان: د خطر زنگ
۱۳۸۵ مرداد ۳, سهشنبهکه څه هم چې د ١٣٨٢ هجري لمريزکال له پيل راهيسې، د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د افغانستان هروگړی، ښځه او نر، د زده کړې حق لري، سره لدې هم د طالبانو د اسلامي راديکال رژيم پاتې برخې پردې بريالۍ شويدي چې، د گوزارونو، يرغلونو او گواښونوپه واسطه، له افغاني نجونوڅخه د تعليم حق بيرته واخلي. د طالبانو د رژيم له نسکوريدونه څه ناڅه څلورنيم کاله وروسته، د بشر د حقوقونړيوالې ټولنې ) هيومن رايټس واچ ( يوراپورخپورکړې چې د خطرزنگ وهي.
د » تُرور درسونه «
د ) هيومن رايټس واچ ( په راپورکې چې » د ترور درسونه: د افغانستان پرښوونې او روزنې باندې يرغلونه«
نوميږي، ويل کيږي چې، د افغاني نجونواکثريت ښوونځي ته نه ځي. په تيرميلادي کال کې ) هيومن رايټس واچ ( پرښوونکو، زده کونکو اوښوونځيوباندې ٩۴ يرغلونه يا د يرغلونوهڅې ثبت کړيدي.
) هيومن رايټس واچ ( د افغانستان د ورځ په ورځ لاخرابيدونکي امنيتي حالت له کبله، پدغه هيوادکې » د بشر د حقوقو بحران « ويني.