1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د توکیو له کنفرانس څخه څه غواړي؟

۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، وایي چې افغان دولت د توکیو په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې څخه د ملیاردونو ډالرو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/155C7
انځور: AP

د جاپان په توکیو کې څه باندې یوه میاشت وروسته د افغانستان په اړه یو مهم کنفرانس جوړیږي چې پکښې له دغه ملک سره د ملکي مرستو پر اندازه او څرنگوالي خبرې اترې کیږي.

افغان حکومت دنده  لري چې د توکویو په غونډه کې داسې پروژې وړاندې کړي چې له پلې کیدو سره ئې د افغانستان بنسټیزې اقتصادي ستونزې له منځه ولاړې شي.

په دغو پروژو کې د طبیعي زیرمو راایستل، د ملک له شماله تر سویله د اورګاډي د پټلیو غځول او د اوبو او بریښنا په بندونو د ملیونونو ډالرو پانګونه شامله ده.

د ماليې وزیر عمر زاخیلوال وایي چې که چیرې نړیواله ټولنه له دوی سره یادې پروژې ومني نو لګښت به ئې په کال کې شاوخوا پينځه میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

د زاخیلوال د وینا له مخې، افغانستان د یادو پروژو وړاندیزونه چمتو کړي دي او تمه لري چې نړیوال به ئې ورسره د عملي کولو په برخه کې پوره مالي مرسته وکړي:

«موږ به د لسو کلونو له پاره له نړیوالې ټولنې څخه د مرستو غوښتنه وکړو. په لومړیو کلونو کې به د دغو پیسو اندازه زیاته وي خو وروسته به لږ شي. یعنې تر ۲۰۲۵ کال پورې به ئې اندازه ډیره  ټیټه شي.»

ډیری افغانان اوس مهال اندیښمن دي چې ښايي د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته د افغانستان  اقتصادي پرمختګ ټکنی شي. کارپوهان وایي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به افغانستان ته راتلونکې پېسې هم لږې شي او د دې هیواد اقتصادي نظام به له ستونزو سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر ډیره بریده د افغانستان اقتصادي نظام ښه ارزوي. د سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي وایي چې د دوي ارزونې ښيي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان اقتصادي وده کمزورې وي خو سره له دې به هم تر ۲۰۲۵ کال پورې نړیواله ټولنه له افغانستان سره هر کال شاوخواه اته ملیارده ډالره مرسته کوي. احدي وایي چې د دغو مرستو نیمايي برخه به د افغان دولت له لوري لګول کیږي:

«زه د افغانستان د راتلونکي اقتصاد په اړه ډیر بدبینه نه یم. ممکن زموږ اقتصادي وده به د اوس په څير نه وي. زموږ وړاند وینې ښيي چې ښایي په کال کې تر شپږ سلنه پوري اقتصادي وده ولرو خو په ټوله کې له اقتصادي ستونزو سره به  مخ نه شو.»

پر افغان حکومت نیوکه کیږي چې د څه باندې یوې لسیزې په تیریدو ئې یوه داسي اقتصادي برنامه نه ده پلي کړې چې افغانستان په راتلونکې کې پر بهرنیو مرستو له اتکا کولو څخه وژغوري.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي چې که حکومت بنسټیزې پروژې پلي نه کړي نو د کاري ځواک زیاته برخه به اوزګاره پاتې شي او دا به د ملک ټیکاو ته سخت ګزار وي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش