افغانستان د بیارغونې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی
۱۳۹۰ آذر ۱۰, پنجشنبه
د نوموړي وزارت ویاند، اندریاز پیشکه، په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې شوي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل خو په عین وخت کې هغه اعتراف وکړ چې په دې لاره کې لا تر اوسه سختی ستونزی په مخکی پرتې دي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې په افغانستان کې ناخوال امنیتی وضعیت د بیا رغونې د کارونو د پرمختګ مخه نیولې. هغه زیاته کړه چې د امنیتي خنډونو سره سره د افغانستان د اقتصادې او دغه راز د مدني ټولنې په ساحو کې پرمختګونه د پام وړ دي.
پیشکه وویل چې د دغو پرمختګونو ښه بیلګه د ښوونې او روزنې په برخو کې لیدل کیدای شي:
«هیڅکله په افغانستان کې دومره زیات شمیر ماشومان ښونځیو ته نه دي تللې. اوس تر بل هر وخت څخه په افغانستان کې د ښوونې او روزنې لپاره لاره اوره شوې ده.»
د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه خبرې د پنج شنبې په ورځ په برلین کې کړي دي. د افغانستان په هکله د بن په نړیوال کنفرانس کې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ دایریږی د امنیت د انتقال بهیر، ملي پخلاینه او تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې تر بحث لاندې نیول کیږي. د پلان له مخې به په ۲۰۱۴ کال کې ټول بهرني جنګي ځواکونه افغانستان څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
د بن په کنفرانس کې د نړۍ د څه د پاسه ۱۰۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو پلاوي ګډون کوي.
د افغانستان د ګاوندي هیواد پاکستان له خوا د دې اعلان په اړه چې نه غواړي د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خپله خواشیني څرګنده کړه. هغه وویل چې د پاکستان لخوا لا تر اوسه پورې د بن په کنفرانس کې نه ګډون په رسمي ټوګه نه دی اعلان شوی. د هغه په وینا په دې اړه په دیپلوماتې کچه خبرې روانې دي. د آلمان د بهرنیو چارو د وزرات ویاند زیاته کړه چې د بن د کنفرانس بریالیتوب د پاکستان په شمول د ټولې سیمی په ګټه دی.
آژانسونه: عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش