افغانستان د استانبول د کنفرانس په رڼا کې
۱۳۹۰ آبان ۱۱, چهارشنبهد ترکیی په ستر ښار استنابول کې د نړی د 26 دولتونو او سازمانونو استازي سره جرګه شول ترڅو د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په هکله خبرې وکړي.
په دغه یو ورځیني کنفرانس کې د کوربه هیواد ولسمشر، عبدالله ګل، په څپله پرانیستونکې وینا کی وویل:
«په افغانستان کې د امنیت د اعادې لپاره د سیمې د هیوادونو تر منځ د زړه له کومی همکارۍ ته اړتیا لیدل کیږي.»
ګل زیاته کړه چې افغانستان په یوازیتوب نه شي کولای چې د تروریزم سره جګړه وکړي:
«ترهګرۍ، افراطیت او دغه راز د نشه یي توکو او انسانانو قاچاق هغه ستونزې دي چې افغانستان په یواځیتوب ورسره مقابله نه شي کولای. د ګاونډیو په توګه دا زمونږ دنده ده چې افغانستان ته لاس ورکړو، د دغه هیواد د ثبات، یووالي او سوکالي کې خپله ونډه ولرو.»
افغان ولسمشر، حامد کرزي، هم د استانبول په کنفرانس کې پر خپلو ګاوندیو غږ وکړ چې افغانستان کې د سولی او ثبات په تینګښت کی مرسته وکړي. کرزي د دغه کنفرانس څخه یوه ورځ مخکې د پاکستان له ولسمشر، اصف علي زرداري، سره د ترکیې په مینځګړیتوب خبری کړې وې.
هغه وویل چې د یاغیانو هډې د افغانستان له پولو څخه بهر پرتې دي. کرزی په دې اړه په خاصه توګه پاکستان ته اشاره وکړه:
«وروستیو ناکامیو وښودله چې د سولې پروسه بریالیتوب ته نه رسیږی، مګر دا چې مونږ وکړای شو د طالبانو مشري چې مقر یې په پاکستان کې دی، دې ته اړ کړو چې له دې پروسې سره یو ځای شي. زمونږ هیله دا ده چې په پاکستان کی زمونږ د ورونو په مرسته مونږ یوه لاره پیدا کړو ترڅو د طالبانو مشري د نورو شبکو څخه جلا کړای شي.»
خو پاکستان په وار وار سره له دې انکار کړی چې ګواکی زور پالونکو ته یې ځای ورکړی دی. د افغانستان د درې نورو ګاونډیو چین، هند او ایران استازو هم په دی کنفرانس کې ګډون درلود.
کرزي زیاته کړه چی افغانستان د دسمبر په پیل کې په بن کې د افغانستان د نړیوال کنفرانس لپاره سترګې په لار دی. د استانبول په کنفرانس د آلمان په شمول د هغو هیوادونو استازو هم ګډون درلود چې په افغانستان کې پوځي ځواکونه لري.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو وسترویله، په خپلی وینا کی وویل:
«په افغانستان کی لس کلنې جګړې مونږ ته وښودله چې پوځي امکانات په یواځیتوب سره یو کړکیچ نه شي حل کولای. د سیمې د فعال ملاتړ سره مونږ یو سیاسي حل ته اړتیا لرو.»
د استانبول د کنفرانس د برخه والو د داسۍې غوښتنو سره سره ډیری کار پوهان شک لري چې په نژدې راتلونکې کې د افغانستان کړکیچن وضعیت ته د حل لاره وموندل شي.
په ترکیه کې د نړیوالو ستراتيژکو د څیړنو له مرکز څخه محمدانگین د آلمان غږ راډیو ته په یوه مرکه کې وویل:
«زه یقین نه لرم چې دغه لیدنه کتنه دې سمدلاسه یو حل وړاندی کړي. خو د هغوی د نږدې والي لپاره یې بنسټ کيښود ترڅو افغانستان او پاکستان خپل منځني اختلافات سره حل کړي. زه په دې باور یم چې دا ښایي د ستونزی د حل پیل وي.»
دغه کارپوه په دې اند دی چې د استنابول کنفرانس به په نږدې وخت کې کومې پایلې و نه لري.
آژانسونه، دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش